16 بيا يشعياه بادشاه ته وفرمائيل، ”مالِک خُدائ تعالىٰ داسې فرمائى چې
ميکاياه دا هم وفرمائيل چې، ”مالِک خُدائ ته غوږ ونيسه چې هغه څۀ فرمائى. ما په آسمان کښې مالِک خُدائ وليدو چې په خپل تخت باندې ناست وو او خپلې ټولې فرښتې يې ښى او ګس طرف ته ولاړې وې.
يشعياه ترې نه تپوس وکړو، ”په محل کښې يې څۀ وليدل؟“ حزقياه بادشاه جواب ورکړو، ”هغوئ هر څۀ وليدل. زما په خزانه کښې داسې څۀ نشته چې ما ورته ښودلى نۀ وى.“
يو داسې وخت راروان دے چې ستا په محل کښې هر يو څيز، چې ستا پلار نيکۀ تر ننه پورې جمع کړى دى، نو هغه به بابل ته يوړلے شى. هيڅ به هم پاتې نۀ شى.
بيا اليشع ورته وفرمائيل، ”د مالِک خُدائ کلام ته غوږ ونيسه. مالِک خُدائ داسې فرمائى، سبا دا وخت به د سپينو زرو په يوه سيکه باندې درې کلو ښۀ اوړۀ يا شپږ کلو اوربشې د سامريه د دروازې خولې سره خرڅولے شى.“
اے يروشلمه، ستا حکمرانان او ستا خلق د سدوم او د عموره په شان دى. چې مالِک خُدائ درته څۀ فرمائى نو هغې ته غوږ ونيسه او چې خُدائ پاک درته څۀ ښودنه کوى نو هغې ته توجو وکړه.
نو بيا اوس د مالِک خُدائ کلام ته غوږ شه. تۀ وائې چې، د بنى اِسرائيل خلاف پېشګوئې مۀ کوه. او د اِسحاق د قوم خلاف تبليغ بند کړه.
کله چې هغوئ د ښار سر ته ورسېدل، نو سموئيل ساؤل ته وفرمائيل، ”نوکر ته ووايه چې زمونږ نه مخکښې روان شى.“ نوکر لاړو او سموئيل خپله خبره جارى وساتله، ”لږ وخت دلته ايسار شه، نو زۀ به تا ته د خُدائ پاک د طرف نه يوه خبره وکړم.“