Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم بادشاهان 20:13 - Pakistani Yousafzai Pashto

13 حزقياه پېغام وړونکو ته په خېر راغلے ووئيل او هغوئ ته يې خپل سرۀ زر، سپين زر، خپلې مصالحې او قيمتى تېل او خپل ټول فوجى سامان وښودلو. د هغۀ د ګودام په کوټو کښې يا د هغۀ د بادشاهۍ په بل ځائ کښې هم داسې څۀ نۀ وُو چې هغۀ ورته ښودلى نۀ وُو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم بادشاهان 20:13
12 Iomraidhean Croise  

د شيبا مَلِکه سليمان بادشاه ته هغه تُحفې پېش کړې کومې چې هغې راوړې وې، د څلور زره کېلو نه زيات سرۀ زر او په ډېر زيات مِقدار کښې مصالحې او قيمتى کاڼى هم. هغې چې کومې مصالحې ورکړې هغه دومره زياتې وې چې هيچا هم دومره بيا ورنۀ کړې.


د دې نه علاوه چې سوداګرو کوم محصُول ورکولو، د تجارت ګټه او چې د بنى اِسرائيلو د مُلک د ضِلعو حاکِمانو او د عربو بادشاهانو چې کوم محصُول ورکولو هغه هم ورته مِلاوېدو.


هغه يروشلم ته د يوې لوئې قبيلې سره راغله او د اوښانو يوه لويه قافله ورسره وه چې په مصالحو، قيمتى کاڼو او ډېر سرۀ زر ورباندې بار وُو. کله چې هغه او سليمان مِلاو شول، نو هغې ورسره هغه ټولې خبرې اترې وکړې چې د هغې په ذهن کښې وې.


چې هر څوک به هغۀ له راتلو نو هغۀ له به يې څۀ تُحفه راوړه، لکه سپين زر او سرۀ زر، چُوغې، وسلې، مصالحې، آسونه، او قچر. کال په کال به داسې کېدل.


بيا يشعياه پېغمبر حزقياه بادشاه له لاړو او تپوس يې ترې نه وکړو، ”دا سړى د کوم ځائ نه راغلى دى او هغوئ تا ته څۀ وفرمائيل؟“ حزقياه ورته ووئيل، ”هغوئ د يو لرې مُلک بابل نه راغلى دى.“


يشعياه ترې نه تپوس وکړو، ”په محل کښې يې څۀ وليدل؟“ حزقياه بادشاه جواب ورکړو، ”هغوئ هر څۀ وليدل. زما په خزانه کښې داسې څۀ نشته چې ما ورته ښودلى نۀ وى.“


خُدائ پاک يو ځل وفرمائيل، نو ما بار بار واورېدل، چې خُدائ پاک زورَور دے،


ستا دولت به د سترګو په رپ کښې فنا شى، او خپلې وزرې به پرانيزى او د باز په شان به آسمان ته والوځى.


په دې دُنيا کښې داسې هيڅ څوک صادق نشته چې هغه همېشه ښۀ کوى او هيڅکله ګناه نۀ کوى.


حزقياه پېغام وړونکو ته په خېر راغلے ووئيل او هغوئ ته يې خپل سپين زر، سرۀ زر، خپلې مصالحې او قيمتى تېل او ټول فوجى سامان او وسله وښودل. د هغۀ د ګودام په کوټو کښې يا د هغۀ د بادشاهۍ په بل ځائ کښې هم داسې څۀ پاتې نۀ شول چې هغۀ ورته ښودلى نۀ وُو.


مالِک خُدائ فرمائى، ”خلقو ته ووايه چې د مړو لاشونه به په پټو کښې لکه د ډېران د سرې پراتۀ وى، او لکه د غنمو وږې په شان د لَوګرى شا ته اخوا ديخوا پراتۀ وى دغه شان به مړى هرې خوا ته پراتۀ وى او د راټولولو به يې څوک نۀ وى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan