9 هلته، الياس اليشع ته وفرمائيل، ”د هغې نه مخکښې چې زۀ ستا نه بوتلے شم ما ته ووايه چې زۀ ستا دپاره څۀ وکړم.“ اليشع ورته وفرمائيل، ”ما له دې ستا د روح يو په دوه برخه راکړے شى.“
د نِمسى زوئ ياهُو د اِسرائيل بادشاه مقرر کړه او ابيلمحوله د سافط زوئ اليشع ستا نه پس پېغمبر مقرر کړه.
نو ما له حِکمت راکړه چې ستا په خلقو باندې په اِنصاف سره بادشاهى وکړم او د ښۀ او بد په مينځ کښې فرق وپېژنم. ګنې زۀ به څنګه د دې جوګه شم چې ستا په لوئ قوم باندې بادشاهى وکړم؟“
اے خُدايه پاکه، د اِنصاف دپاره بادشاه له همت ورکړه، او د بادشاه زوئ له صداقت ورکړه.
دا د داؤد د دُعاګانو خاتمه ده، څوک چې د يَسى زوئ دے.
په هغه ورځ به مالِک خُدائ هغه خلق بچ کړى څوک چې په يروشلم کښې اوسيږى، نو په هغوئ کښې به د ټولو نه کمزورى د داؤد هومره طاقتور وى، او د داؤد اولاد به داسې وى لکه چې خُدائ پاک او لکه چې د مالِک خُدائ يوه فرښته په خپله د هغوئ نه وړاندې روانه وى.
خپلې قلعې ته په اُميد سره واپس راشئ، اے قېديانو، زۀ هم اوس اعلان کوم چې تاسو به زۀ يو په دوه بيا آباد کړم.
زۀ به لاندې راشم او هلته به تا سره خبرې وکړم او چې ما کوم روح تا له درکړے دے د هغې نه به لږ واخلم او هغوئ له به يې ورکړم. بيا به هغوئ ستا مدد کوى او چې د دې خلقو ذمه وارى واخلى، نو دا ذمه وارى به يواځې ستا په سر نۀ وى.
بيا مالِک خُدائ په وريځو کښې لاندې راغلو او د هغۀ سره يې خبرې وکړې. کوم روح يې چې موسىٰ له ورکړے وو د هغې نه يې لږ واخستلو او هغه اويا مشرانو له يې ورکړو. کله چې په هغوئ باندې روح نازل شو نو هغوئ د لږ وخت دپاره د پېغمبرانو په شان خبرې کولې. خو د دې نه پس بيا داسې ونۀ شول.
خو زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې دا ستاسو دپاره بهتره ده چې زۀ لاړ شم. ځکه کۀ زۀ لاړ نۀ شم نو مددګار به تاسو ته رانۀ شى خو کۀ زۀ لاړ شم نو هغه به زۀ تاسو له راولېږم.
خو تاسو ته به د روحُ القُدس په نازلېدو طاقت درکړے شى او تاسو به په يروشلم کښې او په ټوله يهوديه او سامريه کښې او د دُنيا تر بله سره زما ګواهان يئ.“
بيا پطروس او يوحنا د هغوئ په سر خپل لاسونه کېښودل او هغوئ روحُ القُدس حاصل کړو.
خو تاسو د لويو نعمتونو حاصلولو دپاره خپل محنت جارى ساتئ. زۀ به اوس تاسو ته د ټولو نه يوه افضله طريقه دروښايم.
چې د کومې ښځې سره مينه نۀ کوى خو د هغې زوئ مشر دے نو هغۀ له به يو په دوه برخه ورکوى. مشر زوئ د خپل پلار د طاقت وړومبۍ نښه وى. هغه د مشرۍ حق لرى.
د نون زوئ يشوَع د اِلهامى حِکمت نه ډک شو، ځکه چې موسىٰ هغه مقرر کړے وو چې د هغۀ په ځائ کار کوى. بنى اِسرائيلو د يشوَع تابعدارى وکړه او هغه حُکمونه يې پوره کړل چې مالِک خُدائ د موسىٰ په ذريعه هغوئ له ورکړى وُو.
هغه مشران چې د جماعت ښۀ اِنتظام کوى، او خاص هغوئ چې په کلام اورولو او په تعليم ورکولو کښې خوارى کوى، هغوئ دې يو په دوه د عزت لائق وګڼلے شى.