8 بيا الياس خپله چُوغه وويستله، راغونډه يې کړه او سيند يې ورباندې ووهلو، اوبۀ په دوه حِصو کښې تقسيم شوې او هغه او اليشع په اوچه زمکه باندې د سيند نه پورې وتل.
کله چې الياس آواز واورېدو، نو هغۀ خپل مخ په چُوغه کښې پټ کړو، بهر لاړو او د غار په خولۀ کښې ودرېدو. او هغۀ ته يو آواز وشو چې، ”الياسه، تۀ دلته څۀ کوې؟“
الياس لاړو او وې ليدل چې اليشع د غوَيو په يوه قلبه باندې يوه کوله، د هغۀ نه مخکښې يوولس سړى د قلبو سره وُو او هر يو سړى په يوه قلبه باندې يوه کوله. نو الياس خپله پېغمبرى چُوغه وويستله او اليشع ته يې ورواغوستله.
هغۀ د الياس په چُوغه باندې اوبۀ ووهلې او وې فرمائيل، ”مالِک خُدائ، د الياس خُدائ پاک چرته دے؟“ نو هغۀ اوبۀ بيا ووهلې او اوبۀ تقسيم شوې او هغه بل خوا پورې وتو.
خو بنى اِسرائيل په اوچه زمکه د درياب نه پورې وتل او د دوئ ښى او ګس طرف ته د اوبو دېوالونه وُو.
مالِک خُدائ به بحرِقُلزم اوچ کړى او هغه به خپل لاس د فرات سيند طرف ته اوچت کړى او يوه ګرمه هوا به راولېږى او د دې نه به اووۀ واړۀ نِهرونه جوړ کړى، چې هغوئ په اوچه زمکه په آسانۍ تېر شى.
او د ايمان په وسيله بنى اِسرائيل په بحرِقُلزم داسې پورې وتل لکه چې په وُچه زمکه، خو کله چې مِصريانو د پورې وتو کوشش وکړو نو غرق شول.
ځينې يې سنګسار کړل، او په اره يې وڅيرل، په تُورو يې مړۀ کړل، د ګډو بيزو څرمنې يې اغوستې وې، په محتاجۍ، په مصيبت، د بد سلوکۍ په حالت کښې سروهلى بروهلى ګرځېدل.
او شپږمې فرښتې خپل جام د فرات په لوئ سيند کښې توئ کړو او د هغې اوبۀ وچې شوې چې د نمرخاتۀ د بادشاهانو دپاره لار تياره شى.
هغۀ ترې نه تپوس وکړو، ”هغه د چا په شان دے؟“ هغې ورته ووئيل، ”يو بوډا سړے راروان دے او چُوغه يې اغوستې ده.“ نو ساؤل ته پته ولګېده چې دا سموئيل دے او هغه د عزت نه زمکې ته ټيټ شو.