Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم بادشاهان 2:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4 بيا الياس اليشع ته وفرمائيل، ”اوس تۀ دلته پاتې شه، مالِک خُدائ ما له حُکم راکړے دے چې يريحو ته لاړ شم.“ خو اليشع ورته وفرمائيل، ”زۀ د ژوندى مالِک خُدائ سره او تا سره په خپله وفادارۍ قسم کوم چې زۀ به ستا نه لاړ نۀ شم.“ نو هغوئ يريحو ته لاړل.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم بادشاهان 2:4
10 Iomraidhean Croise  

د هغۀ د بادشاهۍ په دوران کښې د بيت‌ايل، حى‌اېل د يريحو ښار بيا جوړ کړو. کله چې حى‌اېل د يريحو بنياد کېښودو نو د هغۀ مشر زوئ ابيرام مړ شو او چې کله يې دروازې جوړې کړې نو د هغۀ کشر زوئ سجوب مړ شو، هم هغه شان لکه چې مالِک خُدائ د نون زوئ يشوَع په ذريعه د دې پېشګوئې کړې وه.


او په لار کښې الياس اليشع ته وفرمائيل، ”اوس دلته پاتې شه، مالِک خُدائ ما له حُکم راکړے دے چې بيت‌ايل ته لاړ شم.“ خو اليشع ورته وفرمائيل، ”زۀ د ژوندى مالِک خُدائ او تا سره په خپله وفادارۍ قسم کوم چې زۀ به تا نه لاړ نۀ شم.“ نو هغوئ بيت‌ايل ته روان وُو.


د هلک مور اليشع ته ووئيل، ”زما دې په ژوندى مالِک خُدائ او ستا په سر قسم وى چې زۀ به ستا نه بغېر لاړه نۀ شم.“ نو اليشع د هغې سره لاړو.


بيا عيسىٰ يريحو ته ننوتو او د ښار په مينځ کښې تېرېدو.


کله چې هغه راورسېدو او د خُدائ پاک فضل يې وليدو هغه ډېر خوشحاله شو او هغوئ ټولو ته يې ډاډګيرنه ورکړه او ورته يې ووئيل چې مالِک سره په وفادارۍ او په پوره زړۀ ټينګ ودرېږئ.


ټولو ايماندارانو خپل ځانونه د رسولانو تعليم، ملګرتيا، په شريکه روټۍ او د دُعا دپاره وقف کړى وُو.


نو د يريحو دروازې پخې بندې وساتلے شوې چې بنى اِسرائيليان ورننه نۀ وځى. نو د ښار نه نۀ څوک وتے شول او نۀ څوک ورننوتے شول.


په هغه وخت يشوَع سختې ښېرې وکړې چې، ”څوک هم د يريحو د ښار د دوباره جوړولو کوشش کوى نو د مالِک خُدائ غضب دې ورباندې وى. څوک هم چې د دې بنياد کېږدى نو هغه دې د مشرى زوئ نه لاس ووينځى. څوک هم چې د دې دروازې جوړوى نو هغه دې د کشر زوئ نه لاس ووينځى.“


خو روت ورته ووئيل، ”ما د ځان نه مۀ شړه، ما ته مۀ وايه چې درنه ايساره شم. چې چرته ځې، هلته به ځم، چې چرته اوسې، هلته به اوسم. ستا خلق به زما خلق وى، او ستاسو خُدائ پاک به زما خُدائ پاک وى.


حنه هغۀ ته ووئيل، ”صاحِبه، بې‌ادبى دې معاف وى، زۀ تا ته ياده يم څۀ؟ زۀ هغه ښځه يم چې دلته ولاړه وم مالِک خُدائ ته مې سوال کولو او تا وليدم.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan