21 او هغه چينې ته لاړو او مالګه يې په اوبو کښې واچوله او وې فرمائيل، ”مالِک خُدائ داسې فرمائى، زۀ دا اوبۀ صفا کوم، نو نور څوک به نۀ مرى او زمکه به شاړه نۀ وى.“
نو هغۀ حُکم وکړو چې، ”په يو نوى لوښى کښې لږه مالګه واچوئ او ما له يې راوړئ.“ نو هغوئ ورله مالګه راوړه،
او هغه اوبۀ تر اوسه پورې صفا دى، لکه څنګه چې اليشع فرمائيلى وُو چې داسې به وى.
اليشع څۀ اوړۀ راوغوښتل، لوښى کښې يې واچول او وې فرمائيل، ”هغوئ ته لږه نوره ښوروا واچوه.“ نو په لوښى کښې ښوروا ټيک شوه.
اليشع ترې نه تپوس وکړو، ”هغه په کوم ځائ کښې ورغورزېدو؟“ نو سړى ورته هغه ځائ وښودلو او اليشع يو لرګے پرې کړو او په اوبو کښې يې وغورزولو، نو د تبر سر راووتلو او د اوبو دپاسه ګرځېدو.
د غلې په هره نذرانه باندې مالګه اچوئ، ځکه چې مالګه د خُدائ پاک او ستاسو په مينځ کښې د لوظ نښه ده. (تاسو په خپلو ټولو نذرانو خامخا مالګه اچوئ.)
تاسو بختور يئ کله چې خلق درته سپکې سپورې وائى، او زوروى مو او زما له وجې خلق ستاسو په حقله هر قِسم دروغژنې بدې خبرې کوى.
مالګه ښۀ څيز دے، خو کۀ مالګه بېخونده شى نو بيا به څنګه دوباره مالګينه شى؟ په خپلو کښې مالګه وساتئ او د يو بل سره په صُلح اوسئ.“
دې وئيلو سره عيسىٰ په زمکه وتُوکل او په توکاڼو يې خټه جوړه کړله او هغه يې د هغه سړى په سترګو ومږله،
هغه به د هغوئ د سترګو ټولې اوښکې وچې کړى، هلته به نور نۀ مرګ، نۀ وير، نۀ ژړا او نۀ درد وى ځکه چې وړومبى څيزونه تېر شوى دى.“