Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم بادشاهان 2:20 - Pakistani Yousafzai Pashto

20 نو هغۀ حُکم وکړو چې، ”په يو نوى لوښى کښې لږه مالګه واچوئ او ما له يې راوړئ.“ نو هغوئ ورله مالګه راوړه،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم بادشاهان 2:20
5 Iomraidhean Croise  

د يريحو څۀ سړى اليشع له لاړل او ورته يې ووئيل، ”صاحِبه، تا ته پته ده چې دا يو ښۀ ښار دے، خو اوبۀ يې ښې نۀ دى او زمکه يې شاړه ده.“


او هغه چينې ته لاړو او مالګه يې په اوبو کښې واچوله او وې فرمائيل، ”مالِک خُدائ داسې فرمائى، زۀ دا اوبۀ صفا کوم، نو نور څوک به نۀ مرى او زمکه به شاړه نۀ وى.“


خو دلدلې او ډنډونه به تازه نۀ شى، دا به د مالګې دپاره پاتې شى.


نو په دې وجه، زۀ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک، زۀ په خپل ذات قسم خورم، يقيناً موآب به لکه د سدوم په شان، او عمونيان به لکه د عموره په شان شى. دا ځائ به د دربو او د مالګې په کندو بدل شى، او د همېشه دپاره به شاړ ويجاړ شى. زما په خلقو کښې ژوندى پاتې به هغوئ لوټ کړى، زما د قوم ژوندى پاتې به د هغوئ مُلک قبضه کړى.“


ټوله ورځ جنګ جارى وو. ابى‌مَلِک ښار قبضه کړو، د هغې خلق يې ووژل، ښار يې وران کړو او زمکه يې په مالګه پټه کړه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan