18 کله چې هغوئ راواپس شول نو اليشع تر اوسه پورې په يريحو کښې وو. اليشع ترې نه تپوس وکړو، ”ما تاسو ته وئيلى نۀ وُو څۀ چې مۀ ځئ؟“
خو هغوئ بيا بيا ووئيل نو هغۀ پرېښودل چې لاړ شى. هغه پنځوسو کسانو درې ورځې لټون وکړو خو هغه يې ونۀ موندلو.
د يريحو څۀ سړى اليشع له لاړل او ورته يې ووئيل، ”صاحِبه، تا ته پته ده چې دا يو ښۀ ښار دے، خو اوبۀ يې ښې نۀ دى او زمکه يې شاړه ده.“
بيا عيسىٰ يريحو ته ننوتو او د ښار په مينځ کښې تېرېدو.