17 خو هغوئ بيا بيا ووئيل نو هغۀ پرېښودل چې لاړ شى. هغه پنځوسو کسانو درې ورځې لټون وکړو خو هغه يې ونۀ موندلو.
کله چې هغوئ راواپس شول نو اليشع تر اوسه پورې په يريحو کښې وو. اليشع ترې نه تپوس وکړو، ”ما تاسو ته وئيلى نۀ وُو څۀ چې مۀ ځئ؟“
اليشع ورته نېغ نېغ کتل او سترګې يې ترې نه نۀ اړولې چې خزائيل وشرمېدو نو د خُدائ پاک خِدمتګار په ژړا شروع وکړه.
خو زۀ تاسو ته وايم، کۀ چرې د دوستۍ په وجه درله څۀ درنۀ کړى خو ستا د زيات مِنت کولو په وجه به هغه راپاڅى او تا له به هر څۀ درکړى.
زما په دې باور دے چې هغوئ د خُدائ پاک په حقله ډېر غېرتى دى خو د دوئ غېرت د عِلم په بنياد نۀ دے.
د ايمان په وسيله حنوک مړ نۀ شو بلکې آسمان ته ژوندے پورته کړے شو. هغه هيچا ونۀ موندلو ځکه چې خُدائ پاک هغه بره اوچت کړے وو، ځکه چې د هغۀ د پورته کېدو نه مخکښې دا ګواهى ورکړے شوه چې د هغۀ نه خُدائ پاک راضى دے.