7 غوږ ونيسه، مالِک خُدائ به په بادشاه باندې يوه افواه واوروى نو هغه به واپس خپل مُلک ته لاړ شى او مالِک خُدائ به يې هلته په چا ووژنى.“
ما ته ستا د غضب او غرور خبر رارسېدلے دے، نو زۀ به ستا په پوزه کښې کُنډه او ستا په خولۀ کښې واګې اچوم او چې په کومه لار راغلے يې نو په هغې به دې واپس ولېږم.“
هغه چې په کومه لار راغلے وى نو په هغې به واپس لاړ شى او ښار ته به دننه لاړ نۀ شى. ما، يعنې مالِک خُدائ داسې فرمائيلى دى.
مالِک خُدائ د شاميانو په فوج باندې د جنګى ګاډو، آسونو او د يو لوئ فوج آوازونه اورولى وُو، نو شاميانو يو بل ته ووئيل، ”د اِسرائيل بادشاه، حِتيان او د مِصر بادشاهان او د هغوئ فوجيان د حملې دپاره په پېسو نيولى دى.“
مالِک خُدائ يوه فرښته راولېږله چې هغې د اسور د لښکر فوجيان او آفسران ووژل. نو داسې بادشاه اسور ته واپس شرمېدلے لاړو. يوه ورځ چې کله هغه د خپل خُدائ په عبادتخانه کښې وو، نو د هغۀ يو څو زامنو هغه په تُورو باندې ووهلو او مړ يې کړو.
د هغوئ په غوږُونو کښې يروونکى آوازونه دى، د امن په وخت کښې به په هغوئ باندې تباهى راشى.
د خُدائ پاک د ساه په ذريعه هغوئ سزا موندلې ده، او د هغۀ د غصې د زور په وجه هغوئ تباه شوى دى.
هغه به په بدکارانو او شريرانو بَل سکارۀ او تاودۀ ګوګړ ورَوى، په سوزونکو هواګانو سره ورته سزا ورکوى.
زمونږ خُدائ به راشى او خاموشه به نۀ وى سوزېدونکے اور به ترې نه مخکښې او سخت طوفان به ترې چاپېره وى
هغه به دوئ ته د دوئ د ګناه په وجه سزا ورکړى. او د دوئ د شرارت په وجه به يې تباه کړى، مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک به يې ختم کړى.
هغه به اِنصاف سره د غريبانانو عدالت کوى، او هغه به اِنصاف سره د بېاسرى خلقو فېصله کوى. د هغۀ د کلام زور سره به زمکه رپيږى او د هغۀ د خولې يو پوکے به بدعمله تباه کوى.
ما د مالِک خُدائ له طرفه پېغام واورېدو، يو قاصد قومونو ته ولېږلے شو چې هغوئ ته ووائى چې، ”د ادوم په خلاف لښکر راجمع کړئ او د جنګ دپاره تيارى وکړئ.
مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، ”ګوره، زۀ به د بابل او د هغۀ د خلقو خلاف تباه کوونکې هوا راوچته کړم.
تاسو چې په دغه مُلک کومې افواه ګانې اورئ نو چې د هغې په وجه نۀ بېزړۀ شئ او نۀ ويرېږئ. دا افواه به کال په کال راځى. ظلم او فساد به مُلک کښې راوچت شى او بادشاهان به د يو بل سره جنګونه کوى.
دا د عبدياه رويا ده. دا هغه څۀ دى چې مالِک خُدائ يې د ادوم د قوم په حقله فرمائى، مونږ د مالِک خُدائ نه يو پېغام واورېدو، هغۀ يو پېغمبر قومونو ته ولېږلو چې ورته وفرمائى، ”پاڅئ، او راځئ چې په ادوم حمله وکړُو.“