5 کله چې يشعياه ته د حزقياه بادشاه پېغام مِلاو شو،
د اسور بادشاه خپل مشر آفسر د ژوندى خُدائ د بېعزتۍ کولو دپاره رالېږلے دے. مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک دې د دې بېعزتۍ نه خبر شى او چې چا دا بېعزتى کړې وى نو هغوئ له دې سزا ورکړى. زمونږ د ژوندو پاتې خلقو دپاره خُدائ پاک ته سوال وکړئ.“
نو يشعياه هغوئ ته وفرمائيل، ”خپل نېک ته ووايئ چې مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، کومې خبرې تا اورېدلې دى د هغې په وجه مۀ يرېږه، چې د اسور بادشاه نوکرانو په هغې کښې زما ګستاخى کړې ده.
نو هغۀ دا جواب ورولېږلو، ”مالِک خُدائ تا ته فرمائى چې کومې خبرې تا اورېدلې دى د هغې په وجه مۀ يرېږه، هغه خبرې چې د اسور بادشاه نوکرانو کړې دى په هغې کښې يې زما، يعنې د مالِک خُدائ ګستاخى کړې ده.
اے بنى اِسرائيله واوره. مالِک زمونږ مالِک خُدائ واحد ذات دے.