Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم بادشاهان 19:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4 د اسور بادشاه خپل مشر آفسر د ژوندى خُدائ د بې‌عزتۍ کولو دپاره رالېږلے دے. مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک دې د دې بې‌عزتۍ نه خبر شى او چې چا دا بې‌عزتى کړې وى نو هغوئ له دې سزا ورکړى. زمونږ د ژوندو پاتې خلقو دپاره خُدائ پاک ته سوال وکړئ.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم بادشاهان 19:4
34 Iomraidhean Croise  

اِبراهيم په هغه ځائ ”مالِک خُدائ بندوبست کوى“ نوم کېښودو. او تر ننه پورې خلق وائى، ”د مالِک خُدائ په غر به بندوبست کيږى.“


کېدے شى چې مالِک خُدائ زما مشکل ووينى او نن ما سره د دې کنځلو په بدل کښې ښۀ وکړى.“


د حزقياه بادشاه د بادشاهۍ په څوارلسم کال، د اسور بادشاه سينحرب، د يهوداه په پَخو دېوالونو په ښارونو باندې حمله وکړه او فتح يې کړل.


نو مالِکه خُدايه، چې په مونږ څۀ کيږى هغې ته وګوره. هغه ټولې خبرې واوره چې سينحرب يې تا يعنې ژوندى خُدائ پاک ته د بې‌عزتۍ دپاره کوى.


دا تۀ په چا پورې خندا کوې او د چا بې‌عزتى کوې؟ تۀ زما يعنې د اِسرائيلو مقدس خُدائ پاک بې‌عزتى کوې.


تا ما له ستا پېغام وړُونکى راولېږل چې ما ته دا لافې ووهى چې تا د خپلو ټولو جنګى ګاډو سره د لبنان اوچت غرونه فتح کړى دى، هلته دې د دِيار لوړې ونې او د نختر ښې ونې راوغورزولې او چې تۀ د ځنګلو هغه ګڼو برخو ته ورسېدلې.


هغوئ ته يې ووئيل چې يشعياه له دا پېغام ورسوئ، ”نن د خفګان، ملامتيا او د شرم ورځ ده. مونږ د هغه ښځې په شان يُو چې ماشوم يې پېدا کيږى، خو د پېدا کېدو طاقت نۀ لرى.


په يهوداه کښې چې کوم کسان ژوندى پاتې دى، نو هغوئ به د هغه بوټو په شان آباد شى چې جرړې يې په زمکه کښې ژورې ځى او مېوه کوى.


په يروشلم کښې او د صيون په غرۀ باندې به خلق ژوندى پاتې شى، ځکه چې د مالِک خُدائ ربُ الافواج غېرت به داسې وکړى.


کله چې يشعياه ته د حزقياه بادشاه پېغام مِلاو شو،


حزقياه بادشاه او د آموص زوئ يشعياه پېغمبر خُدائ پاک ته سوال وکړو او هغۀ ته يې د مدد دپاره فرياد وکړو.


په وخت د مصيبت کښې ما ته آواز راکړئ، زۀ به تاسو د مصيبت نه بچ کړمه او تاسو به زما عزت وکړئ.“


ستا په دې کارونو زۀ چپ پاتې شوم، زۀ دې هم د خپل ځان په شان وګڼلم. خو زۀ دې اوس رټمه او په تا اِلزام لګوم،


مالِکه خُدايه راياد کړه چې دشمن به څنګه تا پورې ټوقې کولې، او څنګه به کم عقلانو ستا د نوم ګستاخى کوله،


کۀ مالِک خُدائ ربُ الافواج يو څو کسان ژوندى نۀ وے پرېښے، نو يروشلم به د سدوم او عموره په شان تباه شوے وو.


ما اسوريان ورولېږل چې په دې بې‌دينه قوم باندې حمله وکړى، دا هغه خلق دى چې زۀ يې غصه کړے يم. ما هغوئ د دې دپاره ورلېږل چې هغوئ وشوکوى او لوټ يې کړى او هغه خلق د لارې د خاورې په شان د پښو لاندې کړى.“


خو نور به تۀ بيا کله هم دا ونۀ وائې چې، ”د مالِک خُدائ پېغام يو دروند پيټے دے،“ ځکه چې د هر سړى خپله خبره د هغۀ پېغام وګرځېدو نو تاسو بيا دغه شان د ژوندى مالِک خُدائ، ربُ الافواج خُدائ زمونږ د خُدائ پاک پېغام ته تعبير ورکوئ.


د مدد دپاره ما ته ووايه او زۀ به جواب درکړم او زۀ به تا ته هغه لوئ او پټ رازونه او خبرې څرګندې کړم چې تۀ پرې نۀ پوهېږې.


هغۀ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”تاسو زۀ مالِک خُدائ، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک ته د خپل درخواست سره ولېږلم، هغه داسې فرمائى چې،


مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، يو ځل بيا به د بنى اِسرائيلو درخواست ته توجو وکړم او د هغوئ دپاره به دا‎ وکړم، زۀ به د ګډو په شان د هغوئ د خلقو شمېره زياته کړم،


هم دغه شان په دې موجوده وخت کښې هم يوه ډله پاتې ده چې د خُدائ پاک په فضل غوره کړې شوې ده.


او يشعياه د بنى اِسرائيلو په حق کښې په چغو وائى چې، ”سره د دې چې بنى اِسرائيل به د سمندر د شګو په شان بې‌شمېره وى، خو صرف لږ به په کښې خلاصون ومومى،


مالِک خُدائ به خپل خلق بچ کړى کله چې هغه ووينى چې د هغوئ طاقت ختم شو. هغه به په هغوئ رحم وکړى څوک چې د هغۀ خِدمت کوى، کله چې وګورى چې هغوئ څومره بې‌مددګاره دى.


نو، ما له د غرونو هغه مُلک راکړه چې مالِک خُدائ په هغه ورځ زما سره د هغې وعده کړې وه په کومه ورځ چې ما او نورو جاسوسانو خبر راوړو. ما بيا تا ته ووئيل چې هلته د دېوانو نسل عناقيان د پَخو دېوالونو په لويو لويو ښارونو کښې وُو. مالِک خُدائ دې زما مل شى او هغوئ به زۀ وشړم، هم هغه شان لکه څنګه چې مالِک خُدائ فرمائيلى دى.“


داسې به تاسو ته پته ولګى چې ژوندے خُدائ پاک ستاسو په مينځ کښې دے او کله چې تاسو مخ په وړاندې ځئ نو هغه به ضرور کنعانيان، حِتيان، حِويان، فرزيان، جرجاسيان، اموريان او يبوسيان ستاسو د مخې نه لرې کړى.


يونتن هغه وسله وړُونکى زلمى ته ووئيل، ”راځه چې د هغه ناسنته خلقو قلعې ته ورواوړُو. کېدے شى چې مالِک خُدائ زمونږ مدد وکړى، مالِک خُدائ د ډېرو يا د لږو خلقو په ذريعه هم خلاصون ورکولے شى او داسې يو څيز هم نشته چې هغه رايسار کړى.“


زۀ وايم چې نن د بنى اِسرائيلو په لښکر کښې داسې څوک شته چې زما سره جنګ وکړى ما له داسې سړے راکړئ چې مونږ دواړه جنګ وکړُو.“


داؤد د هغه سړو نه تپوس وکړو چې کوم د هغۀ سره نزدې وُو، ”هغه سړى ته به څۀ مِلاو شى چې څوک دا فلستىے ووژنى او بنى اِسرائيليان د دې بې‌عزتۍ نه خلاص کړى؟ ځکه چې دا ناسنته فلستىے څوک دے چې د ژوندى خُدائ پاک لښکر ته وائى چې زما سره جنګ وکړئ؟“


داؤد جواب ورکړو، ”تۀ ما له د تُورې، نېزې او وړې نېزې سره راروان يې، خو زۀ ستا خِلاف د ربُ الافواج د نوم سره درځم، چې د بنى اِسرائيلو د لښکر خُدائ پاک دے، چې تا د هغۀ مخالفت کړے دے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan