Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم بادشاهان 19:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 هغوئ ته يې ووئيل چې يشعياه له دا پېغام ورسوئ، ”نن د خفګان، ملامتيا او د شرم ورځ ده. مونږ د هغه ښځې په شان يُو چې ماشوم يې پېدا کيږى، خو د پېدا کېدو طاقت نۀ لرى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم بادشاهان 19:3
13 Iomraidhean Croise  

بادشاه داسې وائى چې حزقياه مو دوکه نۀ کړى. حزقياه تاسو زما د لاس نه نۀ شى بچ کولے.


هغۀ د محل مشر آفسر اِلياقيم، د دربار منشى شبناه، او مشران اِمامان، د آموص زوئ يشعياه پېغمبر له ولېږل، دې ټولو د ټاټ جامې اغوستې وې.


د اسور بادشاه خپل مشر آفسر د ژوندى خُدائ د بې‌عزتۍ کولو دپاره رالېږلے دے. مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک دې د دې بې‌عزتۍ نه خبر شى او چې چا دا بې‌عزتى کړې وى نو هغوئ له دې سزا ورکړى. زمونږ د ژوندو پاتې خلقو دپاره خُدائ پاک ته سوال وکړئ.“


تۀ انسان د هغۀ د ګناه په وجه تنبيه کوې، او څۀ چې دوئ ته قيمتى وى تۀ هغه د دوئ نه لکه وَينو په شان خورې، انسان هيڅ نۀ دے خو بس يوه ساه ده،


نو خپل زړونه هغه شان مۀ سختوئ لکه څنګه چې تاسو په مريبه کښې سخت کړى وُو، او لکه څنګه چې تاسو د مسه په بيابان کښې سخت کړى وُو،


مالِک خُدائ فرمائى، ”ولې زۀ به دا قوم د پېدا کېدو حد ته راولم او بيا به يې پېدا کېدو ته نۀ پرېږدم؟ نه، هيڅکله نه.“ ستاسو خُدائ پاک فرمائى، ”زۀ به دا قوم هيڅکله د پېدا کېدو نه نۀ پاتې کوم.


د ماشوم د پېدا کېدو درد شروع شوے دے خو هغه ماشوم ناپوهه دے، او نۀ غواړى چې د مور د خېټې نه راوځى.


زۀ به بيا خپل ځائ ته راواپس شم، ترڅو چې هغوئ خپله ملامتيا ومنى او ما ته راوګرځى. او چې کله په هغوئ مصيبت راشى نو هغوئ به زما سخت تلاش شروع کړى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan