Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم بادشاهان 19:12 - Pakistani Yousafzai Pashto

12 زما پلار نيکۀ د جوزان، حاران او رصف ښارونه تباه کړل، د بيت‌عدن خلق يې ووژل چې کوم په تلسار کښې اوسېدل او د هغوئ يو خُدائ هم هغوئ بچ نۀ کړل.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم بادشاهان 19:12
11 Iomraidhean Croise  

تارح د خپل زوئ ابرام، د خپل نمسى لوط، چې د حاران زوئ وو، او د خپلې اِنږور سارۍ سره، چې د ابرام ښځه وه، روان شو او په بابل کښې د اُور ښار نه د کنعان مُلک ته لاړل. خو چې حاران ته ورسېدل نو هلته دېره شول.


تارح د دوه سوه او پينځو کالو په عُمر کښې په حق ورسېدو.


بيا مالِک خُدائ، خُدائ پاک په عدن کښې يو باغ وکَرلو او هغه پېدا کړے آدم يې په کښې مقرر کړو.


يعقوب د شپانو نه تپوس وکړو، ”زما وروڼو، تاسو د کوم ځائ يئ؟“ هغوئ جواب ورکړو، ”مونږ د حاران يُو.“


چې دا د هوسيع د بادشاهۍ نهم کال وو، د اسور بادشاه سامريه قبضه کړه، د اِسرائيل خلق يې اسور ته قېديان بوتلل او د هغوئ څۀ کسان په خلح ښار کښې، څۀ د جوزان په ضِلع کښې د خابور سيند سره نزدې او څۀ د ماديو ښارونو ته د اوسېدو دپاره ولېږل.


ګورئ چې د اسور بادشاه د کوم مُلک تباه کولو فېصله وکړى نو په هغې باندې څۀ کوى، ستاسو خيال دے چې خلاص به شئ؟


نو خُدائ پاک د اسور بادشاه پول ولېږلو چې د هغوئ په مُلک حمله وکړى (چې هغه په تغلت فلاسر باندې هم مشهور وو). هغۀ د روبين، جاد او د منسى نيمه قبيله وويستله او دې ته يې مجبور کړل چې تر نن پورې په خلح، خابور، هارا او د جوزان سيند سره اوسيږى.


زما پلار نيکۀ د جوزان، حاران او رصف ښارونه تباه کړل، او د بيت‌عدن خلق يې ووژل چې کوم په تلسار کښې اوسېدل، او يو قوم هم خپلو معبودانو بچ نۀ کړے شو.


د حاران، کنه او عدن، د شيبا سوداګرو او د اسور او کِلمد خلقو هم تا سره تجارت وکړو.


بيا هغه د کلدانيانو د مُلک نه ووتو او په حاران کښې دېره شو. د هغۀ د پلار د مرګ نه پس خُدائ پاک هغه دې مُلک ته راوستو چرته چې اوس تاسو اوسېږئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan