Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم بادشاهان 19:10 - Pakistani Yousafzai Pashto

10 چې هغۀ ته داسې ووائى، ”په کوم خُدائ چې تاسو يقين کوئ هغۀ تاسو ته فرمائيلى دى چې تاسو به زما په قبضه کښې نۀ راځئ، خو چې په هغۀ باندې دوکه نۀ شئ.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم بادشاهان 19:10
7 Iomraidhean Croise  

تر دې پورې چې بادشاه تاسو بيا په يو داسې مُلک کښې آباد کړى لکه چې ستاسو خپل وى، چې هلته د انګورو باغونه وى چې تاسو له مے درکوى او چې هلته د روټۍ تيارولو دپاره غله وى، هغه د زيتُونو د ونو، د زيتُونو تېلو او د شاتو مُلک دے. کۀ تاسو هغه څۀ کوئ چې څۀ حُکم يې درکوى، نو تاسو به نۀ مرئ او ژوندى به يئ. حزقياه مو چې دوکه نۀ کړى چې درته ووائى چې مالِک خُدائ به مو بچ کړى.


حزقياه په مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو په خُدائ پاک باندې ايمان لرلو، په يهوداه کښې د هغۀ په شان بل بادشاه نۀ مخکښې او نۀ وروستو تېر شوے دے.


ګورئ چې د اسور بادشاه د کوم مُلک تباه کولو فېصله وکړى نو په هغې باندې څۀ کوى، ستاسو خيال دے چې خلاص به شئ؟


اسوريانو له دا خبر ورورسېدو چې د ايتهوپيا بادشاه ترهاقه د مشرۍ لاندې مِصرے لښکر په هغوئ باندې د حملې دپاره راروان دے. کله چې بادشاه د دې نه خبر شو، نو هغۀ د يهوداه بادشاه حزقياه له دا پېغام ولېږلو


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan