Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم بادشاهان 18:9 - Pakistani Yousafzai Pashto

9 د حزقياه د بادشاهۍ په څلورم کال، چې په اِسرائيل باندې د هوسيع د بادشاهۍ اوؤم کال وو، د اسور بادشاه سلمنسر په اِسرائيل حمله وکړه او سامريه يې محاصره کړو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم بادشاهان 18:9
6 Iomraidhean Croise  

نو د اِسرائيل بادشاه د ايله زوئ هوسيع د بادشاهۍ په درېم کال د احاز زوئ حزقياه د يهوداه بادشاه جوړ شو


بيا به زۀ راشم او تاسو به يو داسې مُلک ته بوځم لکه چې ستاسو د مُلک په شان به وى، هلته به غله، مے، روټۍ او د انګورو باغونه وى.


”بنى اِسرائيل د ګډو د هغه خورې ورې شوې رمې په شان دے چې زمرو په مخه کړې وى. په اول ځل چې چا تېر کړل هغه د اسور بادشاه وو، په آخر کښې چا چې د هغۀ هډُوکى مات کړل هغه نبوکدنضر د بابل بادشاه وو.


نو ځکه به ستا په خلقو جنګ راشى او ستاسو ټولې قلعې به تباه شى. دا به هم هغه شان وى لکه څنګه چې شلمن بادشاه بيت‌اربيل په جنګ کښې تباه کړو او ميندې يې سره د هغوئ د بچو زمکې له راوويشتلې.


نو په دې وجه به زۀ سامريې نه د کنډرو ډېرے جوړ کړم، يو داسې ځائ چې د انګورو بوټى به په کښې کَرلے شى. زۀ به د دې دېوالونو کاڼى وادۍ ته وغورزوم او د دې بنيادونه به ښکاره کړم.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan