Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم بادشاهان 18:7 - Pakistani Yousafzai Pashto

7 نو مالِک خُدائ د هغۀ مل وو او هغه په هر کار کښې کامياب وو. هغۀ د اسور د بادشاه خِلاف بغاوت وکړو او د هغۀ خِدمت يې نۀ کولو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم بادشاهان 18:7
23 Iomraidhean Croise  

تقريباً هم په هغه وخت ابى‌مَلِک او د هغۀ د لښکر مشر فيکُل اِبراهيم ته ووئيل، ”خُدائ پاک تا له په هر کار کښې برکت درکوى،


هغۀ په ټول ادوم کښې فوجى کېمپونه ولګول او د هغه ځائ خلق د هغۀ د اختيار لاندې راغلل. مالِک خُدائ داؤد له په هر ځائ کښې فتح ورکوله.


بيا هغۀ په هغه علاقه کښې فوجى کېمپونه ولګول او هغوئ د هغۀ د اختيار لاندې راغلل او محصُول يې ورکولو. مالِک خُدائ په هر ځائ کښې داؤد له فتح ورکوله.


احاز د اسور بادشاه تغلت فلاسر له د دې پېغام سره سړى ولېږل، ”زۀ ستاسو وقف شوے خِدمت کوونکے يم. راشه او ما د شام او اِسرائيل د بادشاهانو د حملې نه بچ کړه.“


د اسور بادشاه سلمنسر د هوسيع خِلاف جنګ وکړو، هوسيع د سلمنسر د اختيار لاندې راغلو او هوسيع به هر کال هغۀ له محصُول ورکولو.


حزقياه سينحرب بادشاه له يو پېغام ولېږلو، چې هغه په لکيس کښې وو، ”زما نه غلطى شوې ده، مِهربانى وکړه چې خپله حمله بنده کړه او چې تۀ څومره پېسې غواړې نو زۀ به يې درکړم.“ نو بادشاه ترې نه وغوښتل چې حزقياه هغۀ له لس زره کلو سپين زر او زر کلو سرۀ زر ورولېږى.


ستا په خيال تشې خبرې د فوجى تکړه‌توب او طاقت ځائ نيولے شى؟ ستا يقين په چا دے چې زما خِلاف بغاوت کوې؟


او هغه د آسا سره مِلاوېدو له لاړو. هغۀ ورته اوچت آواز وکړو، ”آسا بادشاه او د يهوداه او بنيامين ټولو خلقو، ما ته غوږ ونيسئ. مالِک خُدائ تاسو سره دے چې تر څو پورې تاسو د مالِک خُدائ سره يې. کۀ تاسو د هغۀ طلب وکړئ نو هغه به پېدا کړئ، خو کۀ تاسو ترې نه واوړئ، نو هغه به تاسو پرېږدى.


هغۀ د مالِک خُدائ د کور دپاره او د شريعت منلو دپاره چې هر څۀ هم کړى وُو، دا يې د زړۀ د اخلاصه کړى وُو او د خُدائ پاک طلبګار وو نو په دې وجه هغه کامياب وو.


دا حزقياه بادشاه وو چې هغۀ د جيحون د چينو خولې بندې کړې او اوبو له يې يوه لار جوړه کړه چې اوبۀ د يو سورنګ په ذريعه د يروشلم په دېوالونو کښې دننه يو ځائ ته بهيږى. حزقياه چې هر کار کولو نو په هغې کښې کاميابېدو،


نو هغه به د داسې ونې په مثال وى، کومه ونه چې د ولې په غاړه نال وى، مېوه کوى په موسم کښې مېوه داره وى پاڼې يې تل شنې وى او په ‎ژوندون کښې کاميابه وى.


ربُ الافواج خُدائ زمونږ مل دے، د يعقوب خُدائ پاک زمونږ پناه ګاه دے.


د خُدائ مدد به مونږ له کاميابى راکړى، هغه به زمونږ دشمنان د پښو لاندې کړى.


په هغه ورځ به هغه ستاسو مضبوط بنياد وى، هغه به تاسو له لوئ خلاصون، پوهه او حِکمت درکوى. د مالِک خُدائ يره به ستاسو خزانه وى.


ستا خيال دا دے څۀ چې تشې خبرې د فوجى طريقه کار او طاقت ځائ نيولے شى؟ د اسوريانو خِلاف په بغاوت کښې به څوک ستا په خيال ستا مدد وکړى؟


”ګوره، يوه پېغله به اُميدواره شى او زوئ به يې وشى او د هغۀ نوم به عمانو‌ايل کېږدى، چې مطلب يې دے، خُدائ پاک زمونږ مل دے.“


او دا تعليم ورکوئ چې په هغه ټولو خبرو عمل کوئ چې ما تاسو ته حکم کړے دے. او دا يقين ساتئ چې زۀ به تل او تر قيامته پورې تاسو سره يم.“


نو بيا مونږ د دې خبرو په حق کښې څۀ وئيلے شُو؟ کۀ خُدائ پاک زمونږ په طرف دے نو بيا زمونږ مخالف څوک کېدے شى؟


مالِک خُدائ د يهوداه د خلقو مل وو. هغوئ د غرونو مُلک قبضه کړو، خو هغوئ د دې جوګه نۀ وُو چې د مېدانونو نه خلق وشړى، ځکه چې د هغوئ سره د اوسپنې ګاډۍ وې.


او هغه په هر کار کښې کاميابېدو، ځکه چې مالِک خُدائ د هغۀ مل وو.


ساؤل به چې داؤد په هر کار پسې هم ولېږلو، نو هغه به يې په ښۀ طريقه سر ته رسولو. نو ساؤل هغه په خپل لښکر کښې آفسر جوړ کړو. په دې باندې د ساؤل ټول آفسران او سړى خوشحاله شول.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan