دوېم بادشاهان 18:5 - Pakistani Yousafzai Pashto5 حزقياه په مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو په خُدائ پاک باندې ايمان لرلو، په يهوداه کښې د هغۀ په شان بل بادشاه نۀ مخکښې او نۀ وروستو تېر شوے دے. Faic an caibideil |
آسا مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته سوال وکړو، ”اے مالِکه خُدايه، تۀ د تکړه لښکر په شان د يو کمزورى لښکر هم په آسانۍ سره مدد کولے شې. اے مالِکه خُدايه زمونږ خُدايه پاکه، اوس زمونږ مدد وکړه، ځکه چې مونږ په تا اعتماد کوُو او ستا په نوم د دې لوئ لښکر سره د جنګ دپاره راغلى يُو. مالِکه خُدايه، تۀ زمونږ خُدائ پاک يې، هيڅ څوک دا اُميد نۀ شى لرلے چې تا له شکست درکړى.“
په ورپسې سحر وختى خلق د تقوع سره نزدې د ځنګل مُلک ته لاړل. چې کله هغوئ سفر شروع کړو، نو يهوسفط هغوئ ته په تقرير کښې دا خبرې وکړې، ”د يهوداه او يروشلم خلقو. په مالِک خُدائ ستاسو په خُدائ پاک باندې يقين کوئ، نو تاسو به کلک ولاړ يئ. په هغه څۀ باندې ايمان لرئ چې څۀ درته پېغمبران فرمائى، نو تاسو به کامياب شئ.“