دوېم بادشاهان 18:4 - Pakistani Yousafzai Pashto4 هغۀ علاقائى عبادتخانې تباه کړى، د کاڼى ستنې يې ماتې کړې او د اشيرې بُت نښې يې راوغورزولې. هغۀ د زېړو مار هم ټوټې ټوټې کړو چې موسىٰ جوړ کړے وو، چې نوم يې نحشتان وو. ځکه چې تر اوسه پورې اِسرائيلو دې ته خوشبوئى سوزوله. Faic an caibideil |
بيا هغۀ اورِياه ته حُکم وکړو، ”دا لويه قربانګاه د سحر سوزېدونکې نذرانې او د ماښام د غلې نذرانې دپاره استعمالوه او د بادشاه او د خلقو د سوزېدونکې نذرانې، د غلې نذرانې او د خلقو د څښلو نذرانې دپاره يې استعمالوه. په دې باندې د هغه ټولو ځناورو وينه تويوه چې کوم قربانى شوى وى. خو د زېړو قربانګاه زما دپاره وساته چې د فال دپاره يې استعمالوم.“
بيا يوسياه مشر اِمام خِلقياه له، د هغۀ لاندې اِمامانو او د مالِک خُدائ د کور د ننوتلو د دروازې خادمانو له حُکم ورکړو چې د مالِک خُدائ د کور هغه ټول څيزونه وباسى چې د بعل، د اشيرې بُت او د ستورو په عبادت کښې استعمال شوى وى. بادشاه دا ټول څيزونه د قِدرون د وادۍ په پټو کښې د ښار نه بهر وسوزول او د دې ايرې يې بيتايل ته يوړې.