Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم بادشاهان 18:18 - Pakistani Yousafzai Pashto

18 کله چې هغوئ حزقياه بادشاه راوغوښتلو، نو د هغۀ درې آفسران د هغوئ سره مِلاوېدو دپاره ور ووتل يعنې، د خِلقياه زوئ اِلياقيم، چې هغه د محل مشر وو، شبناه، د دربار منشى، او د آسف زوئ يوآخ، چې د حِساب کِتاب مشر وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم بادشاهان 18:18
12 Iomraidhean Croise  

هغۀ د محل مشر آفسر اِلياقيم، د دربار منشى شبناه، او مشران اِمامان، د آموص زوئ يشعياه پېغمبر له ولېږل، دې ټولو د ټاټ جامې اغوستې وې.


هغۀ د محل مشر آفسر اِلياقيم، د دربار منشى شبناه او مشران اِمامان، د آموص زوئ يشعياه پېغمبر له ولېږل. هغوئ هم د ټاټ جامې اغوستې وې.


نو د خِلقياه زوئ اِلياقيم، چې هغه د محل مشر وو، شبناه، د دربار منشى، او د آسف زوئ يوآخ، کوم چې د تاريخ ليکونکو مشر وو د خفګان نه خپلې جامې وشلولې او حزقياه له واپس لاړل. او چې د اسور آفسر هغوئ ته څۀ وئيلى وُو هغه يې ورته ووئيل.


نو د يهوداه درې کسان د هغۀ سره مِلاوېدو له راغلل يعنې، د خِلقياه زوئ اِلياقيم، چې هغه د محل مشر وو، شبناه، د دربار منشى، او د آسف زوئ يوآخ، چا چې د هغه زمانې تاريخ ليکلو.


د هغۀ د بادشاهۍ په اتلسم کال، د هغې نه پس چې کله هغۀ د غېرو قومونو د عبادت نه مالِک خُدائ کور او هغه مُلک پاک کړے وو، نو يوسياه بادشاه دا درې سړى ولېږل چې د مالِک خُدائ، خُدائ پاک کور مرمت کړى، د اصلياه زوئ سافن، معسياه، چې د يروشلم حکمران وو او د يهوآخز زوئ يوآخ چې مشر آفسر وو.


د دربار منشيان، د سيسه زامن اليحورف او اخياه، تاريخ ليکونکى، د اخيلود زوئ يهوسفط،


ادورام د هغه مزدورانو مشر وو چې په زور کار ترې نه اخستے شو، د اخيلود زوئ يهوسفط منشى وو،


نو اِلياقيم، شبناه او يوآخ هغه آفسر ته ووئيل، ”تۀ د خپلو نوکرانو سره په آرامى ژبه کښې خبرې وکړه، مونږ په دې پوهيږو. مونږ سره په عبرانۍ کښې خبرې مۀ کوه، ځکه چې په دېوال باندې خلق به يې واورى.“


نو اِلياقيم، شبناه او يوآخ د خفګان نه خپلې جامې وشلولې او هغوئ لاړل او چې د اسور آفسر څۀ وئيلى وُو هغه يې بادشاه ته ووئيل.


خو اوس تکړه خلق په لارو کوڅو کښې ژړاګانې کوى. کومو سفيرانو چې د امن راوستلو کوشش کولو نو اوس هغوئ په چغو چغو ژاړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan