Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم بادشاهان 18:16 - Pakistani Yousafzai Pashto

16 هغۀ د مالِک خُدائ کور د دروازو نه او هغه سرۀ زر هم راوشوکول چې هغۀ ورباندې په خپله چوکاټونه پټ کړى وُو او سينحرب له يې ورولېږل.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم بادشاهان 18:16
7 Iomraidhean Croise  

د يهوداه بادشاه يوآس هغه ټولې نذرانې واخستلې چې د هغۀ پلار نيکۀ يهوسفط، يهورام او اخزياه مالِک خُدائ ته وقف کړې وې او د دې سره يې خپلې نذرانې او د مالِک خُدائ کور او د محل د خزانو ټول سرۀ زر يې هم ورسره يو ځائ کړل او دا هر څۀ يې حِزائيل بادشاه له په تُحفه کښې ولېږل، نو خزائيل بادشاه بيا خپل فوج د يروشلم نه واپس بوتلو.


يوآس بادشاه چې نور هر څۀ هم کړى دى هغه د يهوداه د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى.


نو حزقياه هغۀ ته د مالِک خُدائ د کور او د محل د خزانې ټول سپين زر ورولېږل،


د اسور بادشاه د لکيس نه يو لوئ لښکر ولېږلو چې په يروشلم کښې په حزقياه باندې حمله وکړى، چې د دې مشرى د هغۀ درې غټو آفسرانو کوله. کله چې هغوئ يروشلم ته ورسېدل، نو هغوئ د ولې سره سړک قبضه کړو چې په دې کښې د بره ډنډ نه اوبۀ راتلې، دا د هغه سړک سره نزدې وو چې کوم د دهوبى پټى ته تلو.


د حزقياه د بادشاهۍ د اول کال په وړومبۍ مياشت، هغۀ د مالِک خُدائ د کور دروازې کولاو کړې او مرمت يې کړې.


حزقياه پېغام وړونکو ته په خېر راغلے ووئيل او هغوئ ته يې خپل سپين زر، سرۀ زر، خپلې مصالحې او قيمتى تېل او ټول فوجى سامان او وسله وښودل. د هغۀ د ګودام په کوټو کښې يا د هغۀ د بادشاهۍ په بل ځائ کښې هم داسې څۀ پاتې نۀ شول چې هغۀ ورته ښودلى نۀ وُو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan