Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم بادشاهان 18:12 - Pakistani Yousafzai Pashto

12 د سامريه زوال ځکه وشو چې د اِسرائيل خلق د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک تابعدارى نۀ کوله او هغۀ سره يې کړے لوظ مات کړو او د هغه ټول قانون نافرمانى يې وکړه چې خپل خِدمت کوونکى موسىٰ له يې ورکړے وو. هغوئ به نۀ ورته غوږ نيولو او نۀ به يې پرې عمل کولو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم بادشاهان 18:12
29 Iomraidhean Croise  

خو کۀ تا يا ستا اولاد زما تابعدارى پرېښوده، چې ما کوم قانون او حُکمونه درکړى دى، د هغې نافرمانى مو وکړه او د نورو خُدايانو عبادت مو وکړو،


او کۀ اِسرائيليان زما ټول حُکمونه منى او هغه ټول قانون ومنى چې زما خِدمت کوونکى موسىٰ هغوئ له ورکړے دے، نو هغوئ به د هغه مُلک نه نۀ شى شړلے چې ما د هغوئ پلار نيکۀ له ورکړے وو.“


هغوئ نافرمانى وکړه، تا چې کومې معجزې کړې وې هغه يې هېرې کړې. په خپله سرکشۍ کښې هغوئ يو مشر خوښ کړو چې د مِصر غلامۍ له يې واپس بوځى. خو تۀ بخښونکے خُدائ پاک يې، تۀ مهربان او مينه کوونکے يې، زر نۀ غصه کېږې. ستا رحم لوئ دے، تا هغوئ پرې نۀ ښودل.


نو څۀ خلق د خپلو بدعملو په وجه کم عقل شول او د خپلو خطاګانو په وجه په مصيبت کښې ګېر شول.


هغوئ د خُدائ پاک لوظ پوره نۀ کړو، هغوئ د هغۀ شريعت رد کړو او عمل يې پرې ونۀ کړو.


نو ځکه ما هغوئ د دوئ د سخت زړۀ عملونو ته حواله کړل، ترڅو چې د خپلو زړونو خواهشونه پوره کړى.


خو کۀ تاسو خپلې رضا سره تابعدار يئ، نو چې زمکه کوم ښۀ څيزونه پېدا کوى، هغه به تاسو خورئ.


ما بې‌وفا اِسرائيل ته د هغې د زناکارۍ په وجه طلاق نامه ورکړه او ومې شړله نو بيا ما وليدل چې د هغې خور يهوداه نۀ يرېدله. هغه هم بهر ووتله او زناکارى يې شروع کړه.


خو ما هغوئ له دا حُکم ورکړو، چې زما تابعدارى کوئ، نو زۀ به ستاسو خُدائ پاک يم او تاسو به زما خلق يئ. او د کومو لارو چې زۀ درته د تلو حکم کوم په هغې تلل کوئ. نو په دې کښې به ستا خير وى.


نو تاسو به په دې پوهه شئ چې زۀ مالِک خُدائ يم، نۀ تاسو زما د شريعت پيروى وکړه او نۀ مو زما په اصُولو او شريعت عمل وکړو خو د دې په ځائ د خوا او شا مُلکونو رِواجونو پسې لاړئ.“


مونږ ګناه کړې ده او غلط کارونه مو کړى دى. مونږ بدعملى کړې ده او سرکشى مو کړې ده، مونږ ستا د احکاماتو او شريعت نه مخ اړولے دے.


مالِک خُدائ داسې فرمائى، ”د بنى اِسرائيل خلقو بار بار ګناه کړې ده، نو زۀ به هغوئ د سزا نه بغېر پرې نۀ ږدم. ځکه چې هغوئ صادقان خلق په سپينو زرو او غريبانان په يو جوړ څپلو خرڅوى.


بيا به هغوئ مالِک خُدائ ته چغه کړى، خو هغه به هغوئ ته جواب ورنۀ کړى. په هغه وخت کښې به هغه خپل مخ د هغوئ نه پټ کړى د هغه بدو عملونو په وجه چې هغوئ کړى دى.


خو زۀ خپل خِدمتګار موسىٰ سره داسې نۀ کوم، هغه ما د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو مشر جوړ کړے دے.


لعنت به په دې کښې وى، چې تاسو د دې حُکمونو نافرمانى وکړئ او د هغه معبودانو عبادت ته واوړئ چې تاسو مخکښې نۀ دى پېژندلى.


مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”ستا د مرګ نېټه پوره کېدونکې ده او د خپل پلار نيکۀ سره به يو ځائ شې او ستا د مرګ نه پس به خلق زما نه نافرمانه شى او هغه لوظ به مات کړى چې ما د هغوئ سره کړے دے. هغوئ به ما پرېږدى او د هغه مُلک د غېرو معبودانو عبادت به وکړى چې کوم ته هغوئ ورننوځى.


نو بيا به زۀ هغوئ ته په قهر شم، زۀ به هغوئ پرېږدم او هغوئ به تباه شى. ډېر سخت افتونه به په هغوئ راشى، نو هغوئ ته به پته ولګى چې په هغوئ باندې داسې ځکه کيږى چې زۀ يعنې خُدائ پاک نور د هغوئ مل نۀ يم.


نو چې څنګه مالِک خُدائ فرمائيلى وُو چې موسىٰ د مالِک خُدائ خِدمت کوونکے هلته به د موآب په مُلک کښې مرى نو هم هغه شان وشول.


کۀ چرې تاسو د مالِک خُدائ تابعدارى ونۀ کړئ، نو د هغه قومونو په شان به تاسو تباه شئ کوم چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ستاسو مخ په وړاندې تلو سره تباه کوى.


او په شُغله ناک اور سره به هغه هغوئ له سزا ورکړى څوک چې خُدائ پاک نۀ پېژنى او زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح زيرے نۀ منى.


او دا په کار نۀ دى چې د مالِک خادِم دې جګړمار وى، بلکې هغه دې د ټولو سره نرمى کوى او هغه دې قابل اُستاذ او صبرناک وى.


د مالِک خُدائ خِدمت کوونکى موسىٰ د مرګ نه پس مالِک خُدائ د موسىٰ مددګار د نون زوئ يشوَع سره کلام وکړو.


او، ”يو داسې کاڼے چې د تيندک باعث جوړيږى او خلق پرې تيندک خورى او راغورزيږى.“ هغوئ تيندک خورى ځکه چې هغوئ د کلام نافرمانى کوى او هغوئ د دې کولو دپاره اول نه مقرر شوى وُو.


ځکه چې د عدالت وخت راغلے دے چې د خُدائ پاک د کوره به شروع شى، او کۀ دا زمونږ نه شروع شى نو د هغوئ به څۀ حال وى څوک چې د خُدائ پاک زيرے نۀ منى؟


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan