Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم بادشاهان 18:10 - Pakistani Yousafzai Pashto

10 د محاصرې په درېم کال، د سامريه زوال وشو، دا د حزقياه د بادشاهۍ شپږم کال وو او د هوسيع د بادشاهۍ نهم کال وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم بادشاهان 18:10
11 Iomraidhean Croise  

چې دا د هوسيع د بادشاهۍ نهم کال وو، د اسور بادشاه سامريه قبضه کړه، د اِسرائيل خلق يې اسور ته قېديان بوتلل او د هغوئ څۀ کسان په خلح ښار کښې، څۀ د جوزان په ضِلع کښې د خابور سيند سره نزدې او څۀ د ماديو ښارونو ته د اوسېدو دپاره ولېږل.


ما د کلنو، کرکميس، حمات او د ارفاد ښارونه فتح کړى دى. ما سامريه او دمشق فتح کړے دے.


سامريه به د خپل قصور سزا برداشت کوى، ځکه چې هغې زما خِلاف سرکشۍ کړې ده. د سامريه خلق به په جنګ کښې مړۀ شى، د هغوئ ماشومان به په زمکه راوغورزولے شى او د هغوئ د اُميدوارو ښځو خېټې به وڅيرلے شى.


نو ځکه قادر مطلق خُدائ ‏‏داسې فرمائى چې، ”دشمن به ستاسو وطن محاصره کړى او ستاسو پخې قلعې به راوغورزوى او ستاسو قلعې به لوټ کړى.“


نو ځکه تاسو به اولنى خلق يئ چې جلاوطن به شئ، او ستاسو مېلې او غزېدل به ختم شى.“


تاسو د عُمرى بادشاه خراب قانون او د اخى‌اب د قوم ټول خراب رسمونه اختيار کړى دى. نو په دې وجه به زۀ تاسو بلکل تباه و برباد کړم او نورو خلقو ته به مو د عبرت يو مثال وګرځوم. څوک هم چې تاسو ګورى ستاسو نه به کرکه کوى او درپورې به مسخرې کوى.“


زمکه به د اوسېدونکو په وجه او د هغوئ د بدو عملونو په نتيجه کښې د خلقو نه شاړه شى.


د منسى قبيلې، يائير حمله وکړه او څۀ کلى يې ونيول او د ”يائير کلى“ نوم يې ورباندې کېښودو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan