1 نو د اِسرائيل بادشاه د ايله زوئ هوسيع د بادشاهۍ په درېم کال د احاز زوئ حزقياه د يهوداه بادشاه جوړ شو
د يهوداه بادشاه د عُزياه زوئ يوتام د بادشاهۍ په شلم کال، د ايله زوئ هوسيع د فقح بادشاه خِلاف منصوبه جوړه کړه، هغه يې ووژلو او د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.
چې عُمر يې شل کاله وو او هغۀ په يروشلم باندې شپاړس کاله بادشاهى وکړه. هغۀ هغه کار نۀ کولو چې د مالِک خُدائ د هغۀ د خُدائ پاک په نظر کښې ښۀ وو، اګر چې د هغۀ پلار نيکۀ داؤد ښۀ کارونه کړى وُو
احاز مړ شو او د داؤد ښار په شاهى اديره کښې ښخ شو او د هغۀ زوئ حزقياه د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.
د يهوداه بادشاه احاز د بادشاهۍ په دولسم کال، د ايله زوئ هوسيع د اِسرائيل بادشاه شو او هغۀ په سامريه کښې نهۀ کاله حکومت وکړو.
د حزقياه د بادشاهۍ په څلورم کال، چې په اِسرائيل باندې د هوسيع د بادشاهۍ اوؤم کال وو، د اسور بادشاه سلمنسر په اِسرائيل حمله وکړه او سامريه يې محاصره کړو.
احاز، حزقياه، منسى،
احاز بادشاه مړ شو او په يروشلم کښې ښخ شو، خو په شاهى اديره کښې ښخ نۀ شو. د هغۀ زوئ حزقياه د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.
حزقياه د پينځويشتو کالو په عُمر کښې د يهوداه بادشاه شو او يو کم دېرش کاله يې په يروشلم باندې بادشاهى وکړه. د هغۀ مور ابياه د زکرياه لور وه.
بيا حزقياه بادشاه او ټول خلق ټيټ شول او د خُدائ پاک عبادت يې وکړو.
د مالِک خُدائ پېغام چې د مورشيت ميکاه باندې د يوتام، احاز او حزقياه د حکومت په دوران کښې نازل شو، چې د يهوداه بادشاهان وُو. هغه رويا چې هغۀ د سامريه او يروشلم په حقله وليده.