9 اِسرائيليانو په پټه باندې هغه کارونه وکړل کوم چې مالِک خُدائ د هغوئ خُدائ پاک منع کړى وُو. هغوئ د وړو ښارونو نه واخله تر پَخو ښارونو پورې د ځان دپاره علاقائى عبادتخانې جوړې کړې.
هغۀ فلستيانو له شکست ورکړو او د وړوکى کلى نه واخله تر لوئ ښار پورې يې قبضه کړل چې په دې کښې غزه او ګېرچاپېره علاقه شامله وه.
او کۀ زما زړۀ په پټه د دې عبادت شروع کړے وے، او د دُعا دپاره مې ورته لاسونه اوچت کړے وے،
دوئ هغه په بُتخانو جوړولو باندې غصه کړلو، او هغوئ د هغۀ غېرت د دوئ د بُتانو په خلاف راوپارولو.
څوک چې د مالِک خُدائ نه د خپلو منصوبو د پټولو کوشش کوى نو په هغوئ افسوس. هغوئ په پټه باندې منصوبې جوړوى او خيال يې دا وى چې، ”څوک به مونږ وينى او څوک به مونږ وپېژنى؟“
کله چې هغوئ ما هغه مُلک ته راوستل کوم چې ما د هغوئ سره د ورکولو وعده کړې وه نو هرکله چې به هغوئ اوچتې غونډۍ يا شنې ونې وليدلې، نو بيا به هلته هغوئ خپلې قربانۍ پېش کولې، هغوئ داسې قربانۍ بُتانو ته کولې چې زۀ يې په قهر کړم، او هغوئ هلته خپلې د خوشبويانو قربانۍ، او د څښلو نذرانې پېش کړې.
نو بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې، ”اے بنى آدمه، تا هغه څۀ وليدل کوم چې د اِسرائيلو مشرانو په تيارۀ کوټه کښې هر يو د خپل معبود د زيارت دپاره کول؟ هغوئ دا وائى چې، مالِک خُدائ مونږ نۀ وينى، مالِک خُدائ دا مُلک پرېښے دے.“
خو په جِلعاد کښې د بُتانو عبادت کيږى او څوک چې د هغوئ عبادت کوى هغوئ د هيڅ کار نۀ دى. او په جِلجال کښې هم هغوئ غوَيان قربانى کوى خو د هغوئ د قربانو د ځايونو نه د کاڼو ډيرى جوړ شوى دى لکه څنګه چې د يوه شوى پټى په غاړه کښې د کاڼو ډيرى پراتۀ وى.
کۀ ستاسو ورور، زوئ، لور، يا په تاسو ګرانه ښځه، يا ستاسو نزدې دوست هم تاسو ته پټ پټ وائى چې د نورو معبودانو عبادت وکړئ، هغه معبودان چې تاسو او ستاسو پلار نيکۀ يې هيڅکله هم عبادت نۀ دے کړے.
د خُدائ پاک لعنت دې وى په هغه چا څوک چې د کاڼى، لرګى، يا د ويلې کړے شوے څۀ څيز نه بُت جوړ کړى او په پټه د هغې عبادت کوى، مالِک خُدائ د بُت پرستۍ نه نفرت کوى. نو ټول قوم به په جواب کښې ووائى، آمين.
نو د هغې جواب به دا وى چې، ”د مِصر نه راويستلو په وخت چې خُدائ پاک د هغوئ پلار نيکۀ کوم لوظ کړے وو، نو د مالِک خُدائ خلقو هغه مات کړے دے.