دوېم بادشاهان 17:6 - Pakistani Yousafzai Pashto6 چې دا د هوسيع د بادشاهۍ نهم کال وو، د اسور بادشاه سامريه قبضه کړه، د اِسرائيل خلق يې اسور ته قېديان بوتلل او د هغوئ څۀ کسان په خلح ښار کښې، څۀ د جوزان په ضِلع کښې د خابور سيند سره نزدې او څۀ د ماديو ښارونو ته د اوسېدو دپاره ولېږل. Faic an caibideil |
اے خُدايه پاکه، زمونږ خُدايه پاکه، تۀ څومره لوئ يې، تۀ څومره د رُعب والا او طاقتور يې. تۀ په وفادارۍ سره خپل لوظ پوره کوې. د هغه وخت نه کله چې د اسور بادشاهانو په مونږ ظلم کولو، تر اوسه پورې، مونږ څومره کړېدلى يُو. زمونږ بادشاهان، زمونږ مشران، زمونږ اِمامان او زمونږ پېغمبران، زمونږ پلار نيکۀ او زمونږ ټول خلق کړېدلى دى. مونږ چې څومره کړېدلى يُو نو هغه مۀ هېروه.