5 بيا سلمنسر په اِسرائيل حمله وکړه او سامريه يې محاصره کړو. د محاصرې په درېم کال،
خو يو کال هوسيع د مِصر بادشاه سو له پېغام وړُونکى ولېږل او د هغۀ نه يې مدد وغوښتو او اسور له د هر کال محصُول ورکول بند کړل. کله چې سلمنسر د دې نه خبر شو، نو هغۀ هوسيع ونيولو او په قېدخانه کښې يې واچولو.
د حزقياه د بادشاهۍ په څلورم کال، چې په اِسرائيل باندې د هوسيع د بادشاهۍ اوؤم کال وو، د اسور بادشاه سلمنسر په اِسرائيل حمله وکړه او سامريه يې محاصره کړو.
څۀ موده وروستو د شام بادشاه بِنحدد د اِسرائيل خِلاف خپل ټول فوج روان کړو او د سامريه ښار يې محاصره کړو.
سامريه به د خپل قصور سزا برداشت کوى، ځکه چې هغې زما خِلاف سرکشۍ کړې ده. د سامريه خلق به په جنګ کښې مړۀ شى، د هغوئ ماشومان به په زمکه راوغورزولے شى او د هغوئ د اُميدوارو ښځو خېټې به وڅيرلے شى.