Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم بادشاهان 17:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4 خو يو کال هوسيع د مِصر بادشاه سو له پېغام وړُونکى ولېږل او د هغۀ نه يې مدد وغوښتو او اسور له د هر کال محصُول ورکول بند کړل. کله چې سلمنسر د دې نه خبر شو، نو هغۀ هوسيع ونيولو او په قېدخانه کښې يې واچولو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم بادشاهان 17:4
17 Iomraidhean Croise  

د اسور بادشاه سلمنسر د هوسيع خِلاف جنګ وکړو، هوسيع د سلمنسر د اختيار لاندې راغلو او هوسيع به هر کال هغۀ له محصُول ورکولو.


بيا سلمنسر په اِسرائيل حمله وکړه او سامريه يې محاصره کړو. د محاصرې په درېم کال،


تۀ د مِصر نه دا طمع کوې چې هغه به ستا مدد وکړى، خو دا به د لوخې د پاڼې د امسا په شان وى، چې لاس به دې غوڅ او زخمى کړى. نو د مِصر بادشاه فِرعون باندې چې کله څوک بهروسه وکړى نو هغه داسې وى.


کله چې يهويقيم بادشاه وو، نو د بابل بادشاه نبوکدنضر په يهوداه حمله وکړه او درې کاله يې په يهويقيم باندې زور راوړلو چې د هغۀ حکومت ته تسليم شى، بيا يهويقيم بغاوت وکړو.


نو مالِک خُدائ د يروشلم او د يهوداه خلقو ته دومره غصه شو چې په آخر کښې يې هغوئ د خپل حضور نه لرې کړل. صدقياه د بابل بادشاه خِلاف بغاوت وکړو.


نو د صدقياه په مخکښې د هغۀ دوه زامن ووژلے شول، نبوکدنضر د صدقياه نه سترګې وويستلې، هغه يې د زېړو په هتکړو کښې وتړلو او بابل ته يې بوتلو.


حزقياه تاسو ته وائى چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به تاسو زمونږ د طاقت نه بچ کړى، خو حزقياه تاسو دوکه کوى او دې ته به مو جوړوى چې د لوږې او تندې نه مړۀ شئ.


هغوئ لافې کوى، د دروغو قسمونه خورى او تشې وعدې کوى. د هغوئ اِنصاف د هغه زهرژن بوټو په شان دے چې د تخم دپاره تيار پټى کښې پخپله رازرغون شى.


مالِک خُدائ به په عدالت کښې يهوداه سره هم جنګيږى. هغه به بنى اِسرائيل له د هغۀ د عمل په مطابق سزا ورکوى او هغۀ ته به د خپل عمل بدله ملاويږى.


اوس ستا بادشاه چرته دے چې هغه ستا ټولو ښارونو ته راشى او تا بچ کړى؟ او ستا هغه مشران چرته دى چې تا به غوښتل، او وئيل به دې چې ما له بادشاه او آفسران راکړه.


اګر چې دوئ خپل ځان په ډېرو قومونو خرڅ کړے دے، خو اوس به زۀ هغوئ يو ځائ ته راغونډ کړم او سزا به ورکړم. د هغوئ بادشاه او شهزادګان به زر د جزيې لاندې په لړزان شى.


مالِک خُدائ به تاسو او ستاسو بادشاه يو پردى مُلک ته بوځى، هلته به مخکښې هيڅکله نۀ تاسو او نۀ ستاسو پلار نيکۀ اوسېدلى وى، هلته به تاسو د داسې معبودانو خِدمت کوئ چې د لرګى او کاڼى نه جوړ وى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan