Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم بادشاهان 17:34 - Pakistani Yousafzai Pashto

34 هغوئ تر نن ورځې پورې هغه رِواجونه کوى. هغوئ نۀ د مالِک خُدائ عبادت کوى او نۀ د هغه قانون او حُکمونه منى چې کوم يې د يعقوب اولاد له ورکړى وُو، يعقوب له اِسرائيل نوم ورکړے شوے وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم بادشاهان 17:34
14 Iomraidhean Croise  

هغه سړى ورته ووئيل، ”د نن نه پس به ستا نوم يعقوب نۀ وى. تا د خُدائ پاک او د انسان سره مقابله کړې ده او تا ګټلې ده، د اوس نه به ستا نوم اِسرائيل وى.“


يعقوب ورته وفرمائيل، ”اوس تۀ ما ته خپل نوم وښايه.“ خو هغۀ ورته ووئيل، ”تۀ ولې زما د نوم تپوس کوې؟“ بيا هغۀ يعقوب له برکت ورکړو.


هغۀ هلته يوه قربان‌ګاه جوړه کړه او اېل‌الوهى‌اِسرائيل نوم يې پرې کېښودو کوم چې د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دے.


خُدائ پاک هغۀ ته وفرمائيل، ”ستا نوم يعقوب دے، خو د نن نه پس ستا نوم اِسرائيل شو.“ نو د هغۀ نوم يې اِسرائيل کېښودو.


او يربعام ته يې ووئيل، ”لس ټوټې د ځان دپاره واخله، ځکه مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک تا ته وائى چې زۀ د سليمان نه بادشاهى اخلم او تا له به لس قبيلې درکوم.


او اوس تۀ ما ته وائې چې لاړ شم او خپل نېک ته ووايم چې الياس دلته دے؟


هغۀ د يعقوب د دولسو زامنو د قبيلو دپاره يو يو کاڼے واخستلو. يعقوب هغه څوک وو چې مالِک خُدائ د اِسرائيل نوم ورکړے وو.


کله چې هغوئ هلته اوسېدل نو په شروع کښې هغوئ د مالِک خُدائ عبادت نۀ کولو، نو هغۀ ازمرى ورولېږل. او زمريانو د هغوئ نه څۀ کسان ووژل.


نو هغوئ د مالِک خُدائ عبادت کولو، خو چې هغوئ د کومو مُلکونو نه راغلى وُو د هغې د رِواجونو په مطابق يې د خپلو خُدايانو عبادت هم کولو.


خو هغه خلقو به غوږ نۀ نيولو او په خپلو زړو رِواجونو باندې يې عمل کولو.


زما ملګرى په خپلو دوستانو باندې حمله کړې ده، او خپل لوظ يې مات کړے دے.


څوک چې په نېغه لار ځى هغه د مالِک خُدائ نه يريږى، خو چې څوک په غلطه لار ځى هغه يې سپک ګڼى.


اے د يعقوب خاندانه، دا خبره واورئ، تاسو چې د بنى اِسرائيلو په نامه يادېږئ او د يهوداه اولاد يئ، او تاسو چې د مالِک خُدائ په نوم قسم خورئ او د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک ته آواز کوئ، خو نۀ په کښې اخلاص شته او نۀ سمه طريقه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan