Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم بادشاهان 17:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 د اسور بادشاه سلمنسر د هوسيع خِلاف جنګ وکړو، هوسيع د سلمنسر د اختيار لاندې راغلو او هوسيع به هر کال هغۀ له محصُول ورکولو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم بادشاهان 17:3
23 Iomraidhean Croise  

بيا هغۀ موآبيانو له شکست ورکړو. هغۀ قېديان په قطار کښې په زمکه څملول او قبيلې يې جوړې کړې. د هرو درېو ډلو نه به يې دوه قتلولې او يوه به يې ژوندۍ پرېښودله. نو موآبيان د هغۀ د اختيار لاندې راغلل او هغۀ له يې محصُول ورکولو.


بيا هغۀ په هغه علاقه کښې فوجى کېمپونه ولګول او هغوئ د هغۀ د اختيار لاندې راغلل او محصُول يې ورکولو. مالِک خُدائ په هر ځائ کښې داؤد له فتح ورکوله.


د اسور بادشاه تغلت فلاسر په اِسرائيل حمله وکړه او مناحم هغۀ له څلور دېرش زره کلو سپين زر د دې دپاره ورکړل چې د مناحم په هغه مُلک کښې د حکومت په مضبوطولو کښې يې ملګرتيا وکړى.


مناحم د اِسرائيل د ټولو مالداره سړو نه په زور پېسې اخستلې. هر يو کس به پنځوس د سپينو زرو سيکې محصُول ورکولو. نو تغلت فلاسر واپس خپل مُلک ته لاړو.


د فقح د بادشاهۍ په دوران کښې د اسور بادشاه تغلت فلاسر د عيون، ابيل‌بيت‌معکه، ينوحاه، قادِس، حصور او جِلعاد ښارونه، او د ګليل او نفتالى علاقې قبضه کړې او خلق يې اسور ته قېديان بوتلل.


هغۀ د مالِک خُدائ خِلاف ګناه وکړه، خو دا د هغه بادشاهانو هومره نۀ وه چا چې د هغۀ نه مخکښې په اِسرائيل حکومت کړے وو.


خو يو کال هوسيع د مِصر بادشاه سو له پېغام وړُونکى ولېږل او د هغۀ نه يې مدد وغوښتو او اسور له د هر کال محصُول ورکول بند کړل. کله چې سلمنسر د دې نه خبر شو، نو هغۀ هوسيع ونيولو او په قېدخانه کښې يې واچولو.


حزقياه ته غوږ مۀ نيسئ. د اسور بادشاه تاسو له حُکم درکوى چې د ښار نه راوځئ او ما سره روغه وکړئ. تاسو ته به اجازت وى چې د خپلو د انګورو باغونو نه انګور خورئ او د اينځر د ونو نه اينځر خورئ او د خپلو کُوهيانو نه اوبۀ څښئ،


نو مالِک خُدائ د هغۀ مل وو او هغه په هر کار کښې کامياب وو. هغۀ د اسور د بادشاه خِلاف بغاوت وکړو او د هغۀ خِدمت يې نۀ کولو.


اے خُدايه پاکه، زمونږ خُدايه پاکه، تۀ څومره لوئ يې، تۀ څومره د رُعب والا او طاقتور يې. تۀ په وفادارۍ سره خپل لوظ پوره کوې. د هغه وخت نه کله چې د اسور بادشاهانو په مونږ ظلم کولو، تر اوسه پورې، مونږ څومره کړېدلى يُو. زمونږ بادشاهان، زمونږ مشران، زمونږ اِمامان او زمونږ پېغمبران، زمونږ پلار نيکۀ او زمونږ ټول خلق کړېدلى دى. مونږ چې څومره کړېدلى يُو نو هغه مۀ هېروه.


په هغه ورځ به د اِسرائيل دبدبه ختمه شى او د دې مالدارى به په غريبۍ بدله شى.


هغوئ به د سېلاب په شکل کښې د يهوداه نه تېر شى، اے عمانو‌ايله، اوبۀ به لکه د مرغۍ د وزرو په شان خوَرې وى او ستا ټول مُلک به يې نيولے وى. او خلق به يې تر مرۍ مرۍ پورې پټ کړى وى.“


اوحوله په کنجرتوب کښې آخته شوه کله چې هغه لا زما وه، او هغه د شوق نه خپلو عاشقانو د اسورى جنګيالو پسې وه.


نو ځکه به ستا په خلقو جنګ راشى او ستاسو ټولې قلعې به تباه شى. دا به هم هغه شان وى لکه څنګه چې شلمن بادشاه بيت‌اربيل په جنګ کښې تباه کړو او ميندې يې سره د هغوئ د بچو زمکې له راوويشتلې.


هغوئ لافې کوى، د دروغو قسمونه خورى او تشې وعدې کوى. د هغوئ اِنصاف د هغه زهرژن بوټو په شان دے چې د تخم دپاره تيار پټى کښې پخپله رازرغون شى.


اګر چې دوئ خپل ځان په ډېرو قومونو خرڅ کړے دے، خو اوس به زۀ هغوئ يو ځائ ته راغونډ کړم او سزا به ورکړم. د هغوئ بادشاه او شهزادګان به زر د جزيې لاندې په لړزان شى.


زۀ به په تاسو يو جنګ راولم، زما د لوظ د ماتولو سزا به درکړم او کۀ تاسو په خپلو ښارونو کښې د امن دپاره راغونډ شئ، نو زۀ به په تاسو لا علاجه بيمارۍ راولېږم او تاسو به زۀ ستاسو دشمنانو ته حواله کړم نو هغوئ به په تاسو حکومت وکړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan