22 هغوئ په يربعام پسې روان وُو او چې هغۀ کوم ګناهونه کړى وُو نو هغه ټول يې کول،
خو هغۀ د يربعام بادشاه ګناه بنده نۀ کړه، چا چې اِسرائيليان د ګناه طرف ته بوتلى وُو چې هغوئ د سرو زرو د هغه سخى عبادت وکړو چې هغۀ په بيتايل او دان کښې لګولے وو.
خو ياهُو د زړۀ د اخلاصه د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک قانون نۀ منلو. هغه د يربعام د هغه ګناهونو نه نۀ راګرځېدو، چې په بنى اِسرائيلو باندې يې کړى وُو.
هغۀ هم د مالِک خُدائ خِلاف ګناه وکړه او يربعام د نباط زوئ د بدو لارو نه نۀ اوړېدو، چا چې اِسرائيليان د ګناه طرف ته بوتلى وُو.
هغۀ د يربعام بادشاه په شان د مالِک خُدائ خِلاف ګناه وکړه چا چې اِسرائيليان د ګناه طرف ته بوتلى وُو، هغۀ هيڅکله خپل بد عملونه نۀ پرېښودل.
خو هغوئ بيا هم هغه ګناهونه پرې نۀ ښودل چې يربعام بادشاه اِسرائيليان هغې طرف ته بوتلى وُو او د اشيرې بُت ستنه په سامريه کښې پاتې شوه.
هغۀ د خپل پلار نيکۀ په شان د مالِک خُدائ په نظر کښې بدى وکړه. هغۀ د نباط زوئ يربعام په بدو مِثالونو باندې عمل وکړو، چا چې اِسرائيل د ګناه طرف ته بوتلى وُو.
کله چې مالِک خُدائ اِسرائيل د يهوداه نه جدا کړو، نو اِسرائيل د نباط زوئ يربعام خپل بادشاه جوړ کړو. يربعام په هغوئ باندې مالِک خُدائ پرېښودو او په هغوئ باندې يې کبيره ګناه وکړه.
چې په آخر کښې مالِک خُدائ هغوئ د خپل حضور نه لرې کړل، لکه څنګه چې هغۀ د خپلو خِدمت کوونکو پېغمبرانو په ذريعه خبردارے ورکړے وو چې داسې به وکړى. نو د اِسرائيل خلق اسور ته جلاوطن کړے شول، چرته چې تر اوسه پورې اوسيږى.
خو يورام د نباط زوئ يربعام په شان ګناه کوله. يورام اِسرائيليان د ګناه طرف ته بوتلل او دا ګناه يې نۀ پرېښودله.
د دان خلقو د ځان دپاره جوړ شوے بُت ولګول، او د موسىٰ نمسى او د جيرسوم زوئ يونتن او د هغۀ زامنو تر هغې پورې د اِمامانو په توګه خِدمت کولو چې جلاوطنۍ ته بوتلے شول.