Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم بادشاهان 17:21 - Pakistani Yousafzai Pashto

21 کله چې مالِک خُدائ اِسرائيل د يهوداه نه جدا کړو، نو اِسرائيل د نباط زوئ يربعام خپل بادشاه جوړ کړو. يربعام په هغوئ باندې مالِک خُدائ پرېښودو او په هغوئ باندې يې کبيره ګناه وکړه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم بادشاهان 17:21
19 Iomraidhean Croise  

بيا ابى‌مَلِک اِبراهيم راوغوښتلو او تپوس يې ترې وکړو، ”دا تا په مونږ څۀ کړى دى؟ ما تا سره څۀ بد کړى دى چې تا په ما او زما په بادشاهۍ دا افت راوستے دے؟ داسې خو د هيچا سره هم نۀ دى کول پکار، لکه چې تا زما سره کړى دى.


او ورته يې وفرمائيل، ”تا قصداً ما سره خپل لوظ مات کړے دے او زما د حُکمونو نافرمانى دې کړې ده، نو زۀ به خامخا ستا نه بادشاهى اخلم او ستا يو نوکر له به يې ورکوم.


او يربعام ته يې ووئيل، ”لس ټوټې د ځان دپاره واخله، ځکه مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک تا ته وائى چې زۀ د سليمان نه بادشاهى اخلم او تا له به لس قبيلې درکوم.


د دې ګناه په وجه د يربعام بادشاهى ختمه شوه او د زمکې د مخ نه ورکه شوه.


مالِک خُدائ به اِسرائيل ځکه پرېږدى چې يربعام ګناه کړې ده او اِسرائيل يې د ګناه طرف ته بوتلى دى.“


د داؤد اولاد نه ما بادشاهى واخستله او تا له مې درکړه. خو تۀ زما د خِدمت کوونکى داؤد په شان نۀ يې، چې هغه زما پوره تابعدار وو، زما حُکمونه يې منل او صِرف هغه څۀ يې کول چې ما ورته وئيل.


هغوئ په يربعام پسې روان وُو او چې هغۀ کوم ګناهونه کړى وُو نو هغه ټول يې کول،


خو يورام د نباط زوئ يربعام په شان ګناه کوله. يورام اِسرائيليان د ګناه طرف ته بوتلل او دا ګناه يې نۀ پرېښودله.


هغۀ د دې ښارونو نه ښۀ پاخۀ دېوالونه تاو کړل او په هر يو باندې يې يو فوجى مشر مقرر کړو او د هر يو دپاره يې د خوراک، زيتُونو تېلو او ميو بندوبست وکړو،


يربعام خپل اِمامان مقرر کړل چې هغوئ په علاقائى عبادتخانو کښې خِدمت کوى چې هلته د هغه چېلو او سخو په شکل د بُتانو عبادت کوى چې کوم هغۀ جوړ کړى وُو.


اے مالِکه خُدايه، د خپل پاک نوم د خاطره، راوبخښه کۀ هر څومره زما ګناه ده لويه.


هغۀ هارون ته وفرمائيل، ”دې خلقو درباندې څۀ کړى دى، چې په دومره سخته ګناه دې آخته کړى دى؟“


نو مالِک خُدائ به په تا، ستا په خلقو او په ټول شاهى خاندان داسې سخت وخت راولى چې د کله نه اِسرائيل د يهوداه نه جدا شوے دے نو تر نن ورځې پورې نۀ دے راغلے. هغه به د اسور بادشاه راولى چې په تاسو باندې حمله وکړى.


عيسىٰ هغۀ ته جواب ورکړو چې، ”ستا به په ما باندې هيڅ اختيار نۀ وے کۀ چرې دا د بره نه تا ته نۀ وے درکړے شوے. په دې وجه چا چې زۀ تا ته په حواله کړے يم، هغه د لوئ ګناه مجرم دے.“


د عيلى د زامنو دا ګناه د مالِک خُدائ په نظر کښې ډېره لويه وه، ځکه چې هغوئ د مالِک خُدائ د نذرانو دومره بې‌عزتى کوله.


بس کړئ، زما زامنو، زۀ خبر شوے يم چې د مالِک خُدائ د خلقو په مينځ کښې يو خراب خبر خوريږى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan