دوېم بادشاهان 17:13 - Pakistani Yousafzai Pashto13 د يهوداه او اِسرائيل د خبردارى دپاره مالِک خُدائ پېغام وړُونکى او نبيان لېږلى وُو چې هغوئ فرمائيل، ”خپل بد عملونه پرېږدئ او زما حُکمونه ومنئ، چې په هغې کښې هغه شريعت شامل دے چې کوم ما ستاسو پلار نيکۀ له ورکړے وو او د خپلو خِدمت کوونکو پېغمبرانو په ذريعه مې ستاسو په حواله کړے دے.“ Faic an caibideil |
ما تاسو ته بار بار خپل نبيان درولېږل. هغوئ تاسو ته وفرمائيل چې، په تاسو کښې دې هر يو د خپلو بدو کارونو نه واوړى او ښۀ کارونه دې کوى، او مۀ تاسو د نورو معبودانو پيروى کوئ او مۀ يې خِدمت کوئ. نو بيا به تاسو په هغه زمکه کښې اوسېږئ کومه چې ما ستاسو پلار نيکۀ ته ورکړې ده. خو تاسو زما خبرو ته توجو ورنۀ کړه او نۀ مو غوږ ونيولو.
ساؤل ورته ووئيل، ”ټيک ده، راځه چې ځُو.“ نو هغوئ هغه ښار ته لاړل چرته چې د خُدائ پاک خِدمتګار اوسېدو. کله چې هغوئ هغه ښار ته په غرۀ باندې ختل، نو هغوئ د يو څو ښځو سره مِلاو شول چې هغوئ اوبو وړلو له راروانې وې. هغوئ د دې ښځو نه تپوس وکړو، ”په ښار کښې يو پېشګوئې ورکوونکے شته؟“ په هغه وخت کښې به يو پېغمبر پېشګوئې ورکوونکے بللے شو، نو چې کله به هم چا د خُدائ پاک نه د څۀ تپوس کولو، نو هغۀ به وئيل، ”ځه چې پېشګوئې ورکوونکى له لاړ شُو.“