دوېم بادشاهان 17:11 - Pakistani Yousafzai Pashto11 او د هغوئ په هره علاقائى عبادتخانې کښې خوشبوئى سوزولې لکه څنګه به چې غېر قومونو کول کوم خلق چې مالِک خُدائ د هغه مُلک نه شړلى وُو. هغوئ د خپلو ټولو بدو عملونو په وجه د مالِک خُدائ قهر راوپارولو Faic an caibideil |
مالِک خُدائ به د اِسرائيل مُلک له سزا ورکړى او هغه به داسې وخوځوى لکه چې په يوه وَله کښې د لوخې بوټے خوځيږى. هغه به اِسرائيل د دې ښۀ مُلک نه د بېخ نه وباسى کوم چې هغۀ د هغوئ پلار نيکۀ له ورکړے وو او هغوئ به د فرات سيند نه اخوا خوارۀ وارۀ کړى، ځکه چې هغوئ د اشيرې بُتانو جوړولو په وجه د هغۀ غصه راپارولې ده.
مونږ به ضرور په خپلو هغه ټولو خبرو عمل کوُو د کومې خبرې چې مونږه منښته کړې ده، مونږ به آسمانې مَلِکې ته خوشبو سوزوُو او هغې ته به د انګورو د شيرې نذرانې پېش کوُو. مونږ به هغه کارونه کوُو لکه څنګه چې به زمونږ پلار نيکۀ، بادشاهانو، سرکارى کسانو د يهوداه په ښارونو او د يروشلم په کوڅو کښې کول. مونږ سره په هغه وخت کښې خوراک ډېر تېر وو او زندګى مو ښۀ وه او مونږ ته هيڅ قسمه تکليف او مصيبت نۀ وو.
مالِک خُدائ فرمائى، ”کله چې ما اول ځل بنى اِسرائيل وليدل، نو دا داسې وُو لکه چې په صحرا کښې انګور ومومى. ما ستاسو پلار نيکۀ داسې وليدل لکه چې د موسم وړومبى پاخۀ شوى اينځر مې ليدلى وى. خو کله چې هغوئ د فعور غرۀ ته راغلل، نو هلته هغوئ خپل ځانونه شرمناک بعل بُت ته وقف کړل. نو داسې چې هغوئ څۀ سره مينه وکړه نو د هغې په شان پليت شول.