Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم بادشاهان 17:10 - Pakistani Yousafzai Pashto

10 هغوئ په ټولو غرونو باندې او د هرې ونې د سورى لاندې د کاڼو ستنې او د اشيرې د بُت نښې کېښودې،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم بادشاهان 17:10
14 Iomraidhean Croise  

هغوئ د غلطو خُدايانو دپاره علاقائى عبادتخانې جوړې کړې او د کاڼو ستنې او د اشيرې بُت نښې يې ولګولې چې په غرونو او د شنو ونو لاندې عبادت وکړى.


په غرونو باندې او د هرې ونې د سورى لاندې، او په علاقائى عبادتخانو احاز قربانۍ پېش کولې او خوشبوئى يې سوزولې.


او د هغوئ په هره علاقائى عبادتخانې کښې خوشبوئى سوزولې لکه څنګه به چې غېر قومونو کول کوم خلق چې مالِک خُدائ د هغه مُلک نه شړلى وُو. هغوئ د خپلو ټولو بدو عملونو په وجه د مالِک خُدائ قهر راوپارولو


پام کوئ چې د هغه زمکې د خلقو سره لوظ ونۀ کړئ چې تاسو ور روان يئ، ځکه چې دا به ستاسو دپاره يو دام جوړ شى.


د هغوئ د قربانۍ ځايونه وران کړئ، د هغوئ مقدسې ستنې تباه کړئ او هغوئ له د اشيرې د بُت نښې راوغورزوئ.


د هغوئ مُلک د بُتانو نه ډک دے او هغوئ داسې څيزونو ته سجدې لګوى چې هغوئ په خپلو لاسونو جوړ کړى دى.


تاسو د بُتانو عبادت داسې کوئ چې د هر شين بوټے او د څېړۍ د مقدسو ونو لاندې زنا کوئ. تاسو د ګټو په غارونو کښې او واديانو کښې خپل بچى قربانى کوئ.


د يوسياه بادشاه د حکومت په دوران کښې مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”تا هغه څۀ وليدل کوم چې بې‌وفا اِسرائيل کړى دى؟ لکه د يوې بدکارې ښځې په شان هغې په هر يو اوچت غرۀ او د هرې شنې ونې د سورى لاندې زنا کړې ده.


کله چې هغوئ ما هغه مُلک ته راوستل کوم چې ما د هغوئ سره د ورکولو وعده کړې وه نو هرکله چې به هغوئ اوچتې غونډۍ يا شنې ونې وليدلې، نو بيا به هلته هغوئ خپلې قربانۍ پېش کولې، هغوئ داسې قربانۍ بُتانو ته کولې چې زۀ يې په قهر کړم، او هغوئ هلته خپلې د خوشبويانو قربانۍ، او د څښلو نذرانې پېش کړې.


مالِک خُدائ وفرمائيل، ”بُتان، مجسمې، د کاڼو ستنې، يا داسې کاڼى مۀ جوړَوئ چې تاسو ورته سجده وکړئ. زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم.


زۀ به ستاسو د مينځ نه د اشيرې بُت ستنې راوکاږم او ستاسو ښارونه به تباه کړم.


کله چې تاسو مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک دپاره يوه قربان‌ګاه جوړَوئ، نو د هغې په څنګ کښې د لرګى د اشيرې بُت ستنه مۀ ودروئ.


او د بُت پرستۍ دپاره د کاڼى ستنه مۀ ودروئ، مالِک خُدائ د دې څيزونو نه نفرت کوى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan