Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم بادشاهان 16:9 - Pakistani Yousafzai Pashto

9 د احاز د غوښتنې په جواب کښې تغلت فلاسر د دمشق خِلاف د خپل لښکر سره روان شو، دا يې قبضه کړو او رضين بادشاه يې ووژلو او خلق يې قير ته قېديان بوتلل.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم بادشاهان 16:9
12 Iomraidhean Croise  

بِن‌حدد د آسا دا مشوره ومنله او خپل فوجى آفسران او خپل فوجيان يې ولېږل چې د اِسرائيل په ښارونو حمله وکړى. هغوئ عيون، دان، ابيل‌بيت‌معکه او د نفتالى هغه ټول ښارونه قبضه کړل چرته چې سامانونه جمع کولے شول.


نو احاز د مالِک خُدائ د کور، محل او د خلقو د مشرانو د کورونو نه يې سرۀ زر واخستل او د اسور بادشاه له يې ورکړل، خو په دې هم کار ونۀ شو.


احاز بادشاه ګناه کړې وه، نو په دې وجه مالِک خُدائ د هغۀ خُدائ پاک د شام بادشاه په ذريعه هغۀ له شکست ورکړو او هغۀ په لوئ شمېر کښې د يهوداه قېديان هم دمشق ته بوتلل. مالِک خُدائ د رملياه د زوئ د اِسرائيل د بادشاه فقح په ذريعه هم احاز له شکست ورکړو او په يوه ورځ يې يو سل او شل زره د يهوداه تکړه فوجيان ووژل. مالِک خُدائ د هغوئ پلار نيکۀ خُدائ پاک د دې کېدو اجازت ځکه ورکړو چې د يهوداه خلقو هغه پرېښے وو.


ما د کلنو، کرکميس، حمات او د ارفاد ښارونه فتح کړى دى. ما سامريه او دمشق فتح کړے دے.


دا د دمشق په حقله پېغام دے، ”د دمشق ښار به تباه شى، او دا به تش د کنډرو يو ډېرے پاتې شى.


د عيلام د مُلک نه په آسونو سوارۀ فوجيان راغلل، چې کمان او غشى ورسره وُو. او د قير د مُلک فوجيانو خپل ډالونه راخستى وُو.


اے مالِکه خُدايه، دا رښتيا دى چې د اسور بادشاهانو ډېر قومونه تباه کړى دى او د هغوئ زمکې يې شاړې کړې دى،


هغه وخت به لا راغلے هم نۀ وى چې هغه د خپل ښۀ او بد فېصله پخپله کوى، نو د هغه دوو بادشاهانو مُلکونه به خوشى او برباد شى کوم چې تاسو يروى.


”زمونږ د خښتو عمارتونه راغورزېدلى دى، خو مونږ به دا بيا د تراشلے شوو کاڼو نه جوړ کړُو. د چِنار ونې راماتې شوې دى، خو مونږ به د دې په ځائ د دِيار ښائسته ونې ولګوو.“


خو مالِک خُدائ د هغوئ دشمنان راپارولى دى چې په هغوئ باندې حمله وکړى.


مالِک خُدائ فرمائى، ”اے بنى اِسرائيلو، ولې تاسو ګنې ما ته د ايتهوپيا د خلقو نه ډېر اهم نۀ يئ څۀ؟ ما بنى اِسرائيل د مِصر نه راوويستل، خو ما فلستيان هم د کريتې نه او آراميان مې د قير نه هم راوويستل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan