5 د شام بادشاه رضين او د اِسرائيل بادشاه فقح په يروشلم باندې حمله وکړه او دا يې محاصره کړو، خو احاز له يې شکست نۀ شو ورکولے.
خو زۀ به د سليمان زوئ ته يوه قبيله پرېږدم، نو چې زما د خِدمت کوونکى داؤد د اولاد نه همېشه زما يو کس وى چې په يروشلم کښې بادشاهى کوى، هغه ښار چې ما خوښ کړے دے چې چرته به زما عبادت کيږى.
خو مالِک خُدائ د هغۀ خُدائ پاک د داؤد د خاطره ابياه له يو زوئ ورکړو چې د هغۀ نه پس په يروشلم بادشاهى کوى او د دې حِفاظت کوى.
د هغۀ د بادشاهۍ په دوران کښې مالِک خُدائ وړومبے د شام بادشاه رضين او د اِسرائيل بادشاه فقح ورولېږل چې په يهوداه باندې حمله وکړى.
ښه نو بيا ګورئ، مالِک خُدائ به په خپله تاسو ته يوه نښه وښائى. يوه پېغله به اُميدواره شى او چې زوئ يې پېدا شى نو ”عمانوايل“ يعنې، ”خُدائ زمونږ مل دے“ نوم به پرې کېږدى.
”دې خلقو د شيلوخ قلارې روانې اوبۀ رد کړې دى او د رضين بادشاه او فقح بادشاه نه يرېدلى دى.
خو اوس ستا بدعملونه ټولې دُنيا ته څرګند شول. اوس تۀ په خپله په شرمونو کښې پټه شوې او ادوم او د هغوئ ګاونډيان او فلستيان ستا نه نفرت کوى.