18 د اسور بادشاه د خوشحالولو دپاره، احاز د مالِک خُدائ د کور نه د سبت د ورځې د شاهى تخت نه پاس دالان هم لرې کړو او د مالِک خُدائ د کور د بادشاه د ننوتلو ذاتى دروازه يې بنده کړه.
هغې هغه خوراک وليدو چې د هغۀ په دسترخوان باندې پروت وو، د هغۀ د آفسرانو کوټې، د هغۀ د محل د نوکرانو اِنتظام او هغه لِباس چې هغوئ اغوستے وو، د هغۀ ساقيان يې وليدل او هغه پوره سوزېدونکې نذرانې يې هم وليدې چې هغۀ به د مالِک خُدائ په کور کښې پېش کولې. نو په دې هر څۀ باندې حقه حېرانه شوه.
او هغوئ له يې دا حُکم ورکړو، ”کله چې تاسو د سبت په ورځ خپل کار له راشئ، نو ستاسو درېمه حِصه کسان به د محل څوکيدارى کوى،
احاز بادشاه د زېړو هغه تختې او هغه ښانکونه لرې کړل، هغۀ د زېړو د دولسو غوَيو د شا نه د زېړو ډيګۍ هم واخستله او دا يې د کاڼى په بنياد کېښودله.
نور هر څۀ چې احاز بادشاه کړى دى هغه د يهوداه د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى.
د دې نه مخکښې د هغو ډلو کسان د نمرخاتۀ طرف د بادشاه د دروازې سره ولاړ وُو. هغوئ به د ليويانو د خېمو په دروازو باندې څوکيدارى کوله.
صرف شهزاده په دې کښې دننه کښېناستے شى چې د مالِک خُدائ په حضور کښې خوراک وکړى. هغه دې د برنډې د لارې نه دننه راشى او په هم هغه لار دې بهر لاړ شى.“
شهزاده دې دربار ته د بهر د طرف د برنډې د لار نه ورننوځى او د دروازې چوکاټ سره دې ودريږى. اِمامان دې خپلې سوزېدونکې قربانۍ وکړى او د سلامتيا نذرانې دې پېش کړى. هغه دې د دروازې په درشل کښې عبادت وکړى او بيا دې هغه بهر لاړ شى. خو دروازه به تر ماښام پورې کولاو وى.