Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم بادشاهان 16:16 - Pakistani Yousafzai Pashto

16 نو اورِياه هم هغه شان وکړل چې څنګه بادشاه حُکم کړے وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم بادشاهان 16:16
11 Iomraidhean Croise  

نو اورِياه هم د دې په شان يوه قربان‌ګاه جوړه کړه او د احاز د واپسۍ نه مخکښې يې دا تياره کړه.


بيا هغۀ اورِياه ته حُکم وکړو، ”دا لويه قربان‌ګاه د سحر سوزېدونکې نذرانې او د ماښام د غلې نذرانې دپاره استعمالوه او د بادشاه او د خلقو د سوزېدونکې نذرانې، د غلې نذرانې او د خلقو د څښلو نذرانې دپاره يې استعمالوه. په دې باندې د هغه ټولو ځناورو وينه تويوه چې کوم قربانى شوى وى. خو د زېړو قربان‌ګاه زما دپاره وساته چې د فال دپاره يې استعمالوم.“


احاز بادشاه د زېړو هغه تختې او هغه ښانکونه لرې کړل، هغۀ د زېړو د دولسو غوَيو د شا نه د زېړو ډيګۍ هم واخستله او دا يې د کاڼى په بنياد کېښودله.


هغۀ د مالِک خُدائ په کور کښې د غېرو قومونو قربان‌ګاه جوړې کړې، په هغه ځائ کښې چې مالِک خُدائ فرمائيلى وُو، ”زما نوم به په يروشلم کښې همېشه باقى پاتې وى.“


هغۀ د مالِک خُدائ په کور کښې د غېرو قومونو قربان‌ګاه جوړې کړې، د کوم ځائ په حقله چې مالِک خُدائ فرمائيلى وُو چې، ”زما نوم به په يروشلم کښې د همېشه دپاره پاتې شى.“


ما د اورِياه اِمام او د يبرکياه زوئ زکرياه په وړاندې دا وليکل او دا دواړه کسان ايمانداره ګواهان وُو.


د اِمام د خولې دا فرض دى چې صحيح تعليم خور کړى، او د هغۀ د خولې نه دې خلق د شريعت لټون وکړى، ځکه چې هغه د مالِک خُدائ ربُ الافواج پېغام رسوونکے دے.


خو پطروس او يوحنا هغوئ ته په جواب کښې ووئيل، ”تاسو په خپله اِنصاف وکړئ چې ولې د خُدائ پاک په نظر کښې دا خبره ټيک ده چې مونږ د هغۀ په ځائ ستاسو ومنو.


خو پطروس او نورو رسولانو جواب ورکړو چې، ”مونږ ته په کار دى چې د بنى آدمو نه، بلکې د خُدائ پاک حُکم ومنو.


بلکې څنګه چې خُدائ پاک مونږ د دې لائق وګڼلو او زيرے يې راته وسپارلو، هم دغه شان يې مونږ بيانوو، اګر چې دا مونږ د بنى آدمو د خوشحالولو دپاره نه بلکې د خُدائ پاک د خوشحالولو دپاره بيانوو، څوک چې زمونږ زړونه آزمائى.


په هغوئ افسوس دے، ځکه چې هغوئ د قائِن لار خپله کړه، او هغوئ د ګټې دپاره بلعام په شان ګمراه شول، او هغوئ د قورح په شان مخالفت وکړو او د هغۀ په شان هلاک شول.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan