13 هغۀ په دې باندې د ځناورو سوزېدونکې قربانۍ او د غلې نذرانې پېش کړې او په دې باندې يې د ميو نذرانه توئ کړه او د وينې د سلامتۍ نذرانه يې ورباندې واچوله.
د دمشق نه په واپسۍ باندې، احاز وليدل چې قربانګاه جوړه وه نو قربانى ورباندې پېش کړه.
مالِک خُدائ ته وقف شوې د زېړو قربانګاه د نوې قربانګاه او د مالِک خُدائ د کور په مينځ کښې وه، نو احاز دا د خپلې نوې قربانګاه شمالى طرف ته يوړه.