12 د دمشق نه په واپسۍ باندې، احاز وليدل چې قربانګاه جوړه وه نو قربانى ورباندې پېش کړه.
او د اتمې مياشتې په پينځلسمه ورځ کومه ورځ چې هغۀ په خپله مقرره کړې وه، نو هغه بيتايل ته لاړو او هغۀ چې د اِسرائيليانو دپاره کوم اختر مقرر کړے وو د هغې د مناوولو دپاره هغۀ په قربانګاه باندې يوه نذرانه پېش کړه.
د مالِک خُدائ په حُکم باندې د يهوداه قبيلې نه د خُدائ پاک يو سړے بيتايل ته لاړو او هلته په هغه وخت ورسېدو چې يربعام نذرانې پېش کولو دپاره د قربانګاه سره ولاړ وو.
نو اورِياه هم د دې په شان يوه قربانګاه جوړه کړه او د احاز د واپسۍ نه مخکښې يې دا تياره کړه.
هغۀ په دې باندې د ځناورو سوزېدونکې قربانۍ او د غلې نذرانې پېش کړې او په دې باندې يې د ميو نذرانه توئ کړه او د وينې د سلامتۍ نذرانه يې ورباندې واچوله.
هغۀ د دمشق معبودانو ته قربانۍ پېش کړې، چا چې هغۀ له شکست ورکړے وو. هغۀ ووئيل، ”د شام معبودانو د خپلو بادشاهانو مدد وکړو، نو کۀ زۀ هغوئ ته قربانۍ پېش کړم، نو کېدے شى چې زما هم مدد وکړى.“ نو په دې وجه په هغۀ او د هغۀ په قوم باندې تباهى راغله.
هغۀ د يهوداه په هر يو ښار کښې علاقائى عبادتخانې جوړې کړې، چرته چې به پردو خُدايانو ته خوشبويۍ سوزولے شوې. نو په دې وجه هغۀ مالِک خُدائ د خپل پلار نيکۀ خُدائ پاک په قهر کړو.