11 نو اورِياه هم د دې په شان يوه قربانګاه جوړه کړه او د احاز د واپسۍ نه مخکښې يې دا تياره کړه.
کله چې احاز بادشاه د تغلت فلاسر سره د مِلاوېدو دپاره دمشق ته لاړو، نو هلته يې قربانګاه وليده او اورِياه اِمام له يې هم د دې په شان نمونه او ټول تفصيل ورولېږلو.
د دمشق نه په واپسۍ باندې، احاز وليدل چې قربانګاه جوړه وه نو قربانى ورباندې پېش کړه.
مالِک خُدائ ته وقف شوې د زېړو قربانګاه د نوې قربانګاه او د مالِک خُدائ د کور په مينځ کښې وه، نو احاز دا د خپلې نوې قربانګاه شمالى طرف ته يوړه.
نو اورِياه هم هغه شان وکړل چې څنګه بادشاه حُکم کړے وو.
هغۀ د مالِک خُدائ په کور کښې د غېرو قومونو قربانګاه جوړې کړې، په هغه ځائ کښې چې مالِک خُدائ فرمائيلى وُو، ”زما نوم به په يروشلم کښې همېشه باقى پاتې وى.“
هغۀ د اشيرې بُت نښه د مالِک خُدائ په کور کښې کېښوده، چې د دې په حقله مالِک خُدائ داؤد او د هغۀ زوئ سليمان ته فرمائيلى وُو، ”په يروشلم کښې، په دې کور کښې هغه ځائ دے چې ما د بنى اِسرائيلو د ټولو دولسو قبيلو نه خوښ کړے دے چې چرته به زما د نوم درناوے کيږى.
هغۀ د مالِک خُدائ په کور کښې د غېرو قومونو قربانګاه جوړې کړې، د کوم ځائ په حقله چې مالِک خُدائ فرمائيلى وُو چې، ”زما نوم به په يروشلم کښې د همېشه دپاره پاتې شى.“
ما د اورِياه اِمام او د يبرکياه زوئ زکرياه په وړاندې دا وليکل او دا دواړه کسان ايمانداره ګواهان وُو.
مالِک خُدائ فرمائى چې، ”نبيان او اِمامان دواړه بېخُدايه کارونه کوى، تر دې چې ما په خپل کور کښې هم د دوئ بدعملۍ پېدا کړى دى.
د هغۀ اِمامان زما شريعت ماتوى او زما د مقدسو څيزونو بېحرمتى کوى، هغوئ د مقدسو څيزونو او د عامو څيزونو په مينځ کښې فرق نۀ کوى، او هغوئ د پاکو او پليتو په مينځ کښې د فرق کولو تعليم نۀ ورکوى، او هغوئ زما د سبت په ساتلو باندې خپلې سترګې پټوى، نو زۀ د هغوئ په مينځ کښې سپک شوے يم.
نو هرکله چې هغوئ د بيګل، شپيلۍ، رباب، بينجو، سريندې، ستار او هر قسمه موسيقۍ او سازونو آواز واورېدو، نو د ټولو خلقو او ټولو قومونو او د هرې ژبې خلقو، هغه د سرو زرو مجسمې ته سجده وکړه او د هغې عبادت يې وکړو، کومه چې نبوکدنضر بادشاه ودرولې وه.
زما خلق تباه دى ځکه چې هغوئ سره صحيح عِلم نشته. په دې سبب چې تاسو عِلم رد کړے دے، زۀ تاسو رد کوم چې تاسو به نور زما اِمامان نۀ يئ. او لکه چې تاسو د خپل خُدائ پاک شريعت هېر کړے دے زۀ به هم ستاسو اولاد له د اِمامانو جوړېدو عزت ورنۀ کړم.
په اِسرائيل به ظلم وشى او زما د فېصلې لاندې به چخڼى شى، ځکه چې هغۀ به په شوق د بېکاره بُتانو عبادت کولو.
ولې زۀ اوس د بنى آدم د راضى کولو کوشش کوم يا د خُدائ پاک؟ يا ولې زۀ د خلقو د خوشحالولو پسې ګرځم؟ کۀ چرې ما تر اوسه پورې خلق خوشحالول نو بيا به زۀ د مسيح غلام نۀ وم.