10 کله چې احاز بادشاه د تغلت فلاسر سره د مِلاوېدو دپاره دمشق ته لاړو، نو هلته يې قربانګاه وليده او اورِياه اِمام له يې هم د دې په شان نمونه او ټول تفصيل ورولېږلو.
د فقح د بادشاهۍ په دوران کښې د اسور بادشاه تغلت فلاسر د عيون، ابيلبيتمعکه، ينوحاه، قادِس، حصور او جِلعاد ښارونه، او د ګليل او نفتالى علاقې قبضه کړې او خلق يې اسور ته قېديان بوتلل.
نو اورِياه هم د دې په شان يوه قربانګاه جوړه کړه او د احاز د واپسۍ نه مخکښې يې دا تياره کړه.
هغۀ د مالِک خُدائ په کور کښې د غېرو قومونو قربانګاه جوړې کړې، په هغه ځائ کښې چې مالِک خُدائ فرمائيلى وُو، ”زما نوم به په يروشلم کښې همېشه باقى پاتې وى.“
داؤد بادشاه وفرمائيل، ”دا ټول تفصيل په هغه نقشه کښې ليکلے شوے دے چې مالِک خُدائ په خپله ما له راکړې وه.“
په خپلو بدو کارونو يې ځان پليت کړُو، په خپل دې عمل يې ځانونه زناکار کړل.
موسىٰ د مالِک خُدائ هغه ټولې خبرې وليکلې. بل سحر وختى د غرۀ په لمن کښې هغۀ يوه قربانګاه جوړه کړه او د بنى اِسرائيلو د دولسو قبيلو په مطابق يې د هرې يوې دپاره دولس تيږې ودرولې.
موسىٰ هغه ټول کار ته وکتل او وې ليدل چې هغوئ دا په صحيح توګه هم هغه شان کړے وو څنګه چې مالِک خُدائ حُکم کړے وو. نو موسىٰ د هغوئ دپاره برکت وغوښتلو.
ما د اورِياه اِمام او د يبرکياه زوئ زکرياه په وړاندې دا وليکل او دا دواړه کسان ايمانداره ګواهان وُو.
مالِک خُدائ فرمائى چې، ”د نورو قومونو په طريقو تلل مۀ کوئ، او د هغوئ په شان په آسمان کښې د ستورو د ګردش او نښو نښانو نه مۀ يرېږئ تر دې چې هغوئ په خپله يريږى.
تۀ د اسوريانو سره هم په زناکارۍ کښې مصروفه شوې، ځکه چې ستا شوق نۀ پوره کېدو، بلکې د دې نه وروستو هم تۀ يخه نۀ شوې.
او کۀ چرې هغوئ په خپلو ټولو کارونو باندې وشرميږى کوم چې هغوئ کړى دى، نو هغوئ ته د خُدائ د کور نقشه او د هغې ترتيب، د هغې د وتو لارې او د داخلېدو لارې، د هغې ټوله نقشه او د هغې اصُول او احکام وښايه. دا د هغوئ د وړاندې وليکه نو چې هغوئ د دې ترتيب وفادارى وکړى او د دې د احکامو پيروى وکړى.
کله چې هغوئ خپل درشل زما درشل سره خوا کښې او د خپلو دروازو بازو زما د دروازو د بازوګانو سره ولګول، زما او د هغوئ په مينځ کښې صرف يو دېوال وو، هغوئ زما د مقدس نوم بېحرمتى په خپلو بدو عملونو سره وکړه. نو ما په خپله غصه کښې هغوئ تباه کړل.
خو ځکه دوئ د بُتانو عبادت د خلقو دپاره وکړو او د بنى اِسرائيلو قوم يې په ګناه کښې اخته کړو، نو په دې وجه ما قسم وخوړلو چې هغوئ به ضرور د خپلو ګناهونو سزا وزغمى، مالِک قادر مطلق خُدائ دا فرمائى.
نو هغه نور د مور او پلار د حق نه مجبور نۀ دے. نو دغه شان تاسو د خپلو رواياتو په وجه د خُدائ پاک حُکمونه منسوخ کوئ.
دوئ بېفائدې زما عبادت کوى، ځکه چې دوئ خلقو ته د انسانانو حُکمونه د تعليم په ډول ورکوى.“
خپل ځان د دې موجوده دُنيا په شان مۀ جوړَوئ، بلکې خُدائ پاک له دا موقع ورکړئ چې ستاسو زاړۀ خيالونه بدل کړى. بيا به تاسو په دې پوهه شئ چې د خُدائ پاک رضا څۀ ده او دا به وپېژنئ چې څۀ ښۀ او قبلېدونکى او کامِل دى.
پام کوئ چې کله مالِک خُدائ هغه قومونه تباه کړى، نو چې د هغوئ په عبادت او رسمونو کښې راګېر نۀ شئ چې هغه ومنئ، ځکه هغه به ستاسو دپاره يو دام وى. د دې معلومولو کوشش مۀ کوئ چې هغوئ د خپلو معبودانو عبادت څنګه کوى، چې تاسو هم هغه شان عبادت وکړئ.
زمونږ خيال دا وو، کۀ چرې داسې وشول، نو زمونږ اولاد به وائى چې ګورئ، زمونږ پلار نيکۀ هم هغه شان قربانګاه جوړه کړې ده لکه څنګه چې د مالِک خُدائ قربانګاه ده، دا د سوزېدونکو نذرانو او قربانو دپاره نۀ ده بلکې دا زمونږ او ستاسو د خلقو دپاره يو يادګار دے.
نو تاسو په دې پوهه يئ چې خُدائ پاک ستاسو په ځائ فديه ورکړه چې تاسو له د هغه بېفائدې ژوندون خلاصون درکړى کوم چې تاسو ته ستاسو د پلار نيکونو نه په ميراث کښې پاتې شوے وو. او کومه فديه چې هغۀ ورکړه نو هغه فانى سرۀ يا سپين زر نۀ وُو،