Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم بادشاهان 16:1 - Pakistani Yousafzai Pashto

1 د اِسرائيل بادشاه د رملياه زوئ فقح د بادشاهۍ په اوولسم کال، د يوتام زوئ احاز د يهوداه بادشاه شو

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم بادشاهان 16:1
12 Iomraidhean Croise  

يوتام مړ شو او د داؤد په ښار کښې په شاهى اديره کښې ښخ شو او د هغۀ زوئ احاز د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.


د يهوداه بادشاه احاز د بادشاهۍ په دولسم کال، د ايله زوئ هوسيع د اِسرائيل بادشاه شو او هغۀ په سامريه کښې نهۀ کاله حکومت وکړو.


احاز، حزقياه، منسى،


په دې کِتاب کښې د يهوداه او د يروشلم په حقله هغه پېغامونه دى کوم چې خُدائ پاک د آموص زوئ يشعياه باندې په هغه وخت کښې څرګند کړل کله چې عُزياه، يوتام، احاز او حزقياه د يهوداه بادشاهان وُو.


کله چې د عُزياه نمسى او د يوتام زوئ احاز بادشاه په يهوداه باندې بادشاهى کوله، نو د شام بادشاه رضين او د اِسرائيل بادشاه د رملياه زوئ فقح په يروشلم باندې حمله وکړه، خو هغوئ د دې ښار قبضه کولو کښې ناکامه شول.


مالِک خُدائ احاز له يو بل پېغام ولېږلو،


نو مالِک خُدائ يشعياه ته وفرمائيل، ”خپل زوئ شياريشوب ځان سره روان کړه او احاز بادشاه سره مِلاوېدو له لاړ شه. تۀ به هغۀ سره په هغه سړک باندې مِلاو شې چرته چې دهوبيان جامې وينځى او د هغه نِهر لاندې سر سره په کوم چې د تالاب نه اوبۀ راکوزيږى.


مالِک خُدائ دا پېغام د بيرى په زوئ هوسيع باندې په هغه وخت کښې نازل کړو کله چې عُزياه، يوتام، احاز او حزقياه د يهوداه بادشاهان وُو او يربعام د يوآس زوئ د اِسرائيل بادشاه وو.


د مالِک خُدائ پېغام چې د مورشيت ميکاه باندې د يوتام، احاز او حزقياه د حکومت په دوران کښې نازل شو، چې د يهوداه بادشاهان وُو. هغه رويا چې هغۀ د سامريه او يروشلم په حقله وليده.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan