6 نور هر څۀ چې عُزياه کړى وُو هغه د يهوداه د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى.
نور هر څۀ چې رحُبعام بادشاه کړى وُو نو هغه د يهوداه د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى.
امصياه چې نور هر څۀ هم کړى وُو هغه د يهوداه د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى.
مالِک خُدائ په عُزياه باندې د جذام بيمارى راوستله، چې د هغه وخت نه دا بيمارى ټول عُمر ورسره وه. هغه په يو جدا کور کښې اوسېدو او د هغۀ زوئ يوتام د محل مشر شو او په هغه مُلک يې حکومت کولو.
چې عُزياه مړ شو نو د خپل پلار نيکۀ سره د داؤد په ښار کښې ښخ شو او د هغۀ زوئ يوتام د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.
يهورام چې نور هر څۀ هم کړى وُو هغه د يهوداه د بادشاهانو د تاريخ په کِتاب کښې ليکلے شوى دى.