4 خو علاقائى عبادتخانې نۀ وې تباه شوى او خلقو هلته قربانۍ پېش کولې او خوشبوئى يې سوزولې.
اګر چې آسا علاقائى عبادتخانې نۀ وې تباه کړى، خو بيا هم ټول عُمر د مالِک خُدائ وفادار وو.
د خپل پلار آسا په شان، هغۀ هم هغه کار کولو چې کوم د مالِک خُدائ په نظر کښې صحيح وو، خو علاقائى عبادتخانې تباه شوې نۀ وې او خلقو هلته نذرانې پېش کولې او خوشبوئى يې سوزوله.
خو علاقائى عبادتخانې نۀ وې تباه شوى او خلقو بيا بيا هلته قربانۍ پېش کولې او خوشبوئى سوزولې.
يوآس اِمامان راوغوښتل او دا حُکم يې ورکړو چې هغه پېسې بچت کوئ چې د مالِک خُدائ په کور کښې د مقدسو نذرانو، د هرې ورځې قربانۍ او د رضاکارانه نذرانو دپاره ورکولے شى.
هغۀ علاقائى عبادتخانې راونۀ غورزولې او خلقو هلته بيا هم قربانۍ او سوزېدونکې خوشبوئى سوزوله.
هغه د خپل پلار امصياه په مِثالونو باندې روان وو، چې هغه کار يې کولو چې د مالِک خُدائ په نظر کښې ښۀ وو.
يوتام د خپل پلار عُزياه په مِثالونو عمل وکړو او هغه کار يې کولو چې مالِک خُدائ پرې رضا کېدو.
خو علاقائى عبادتخانې نۀ وې تباه شوى او خلقو هلته قربانۍ پېش کولې او خوشبوئى يې سوزولې. يوتام د مالِک خُدائ د کور شمالى طرف ته دروازه جوړه کړه.
هغۀ علاقائى عبادتخانې تباه کړى، د کاڼى ستنې يې ماتې کړې او د اشيرې بُت نښې يې راوغورزولې. هغۀ د زېړو مار هم ټوټې ټوټې کړو چې موسىٰ جوړ کړے وو، چې نوم يې نحشتان وو. ځکه چې تر اوسه پورې اِسرائيلو دې ته خوشبوئى سوزوله.
هغۀ خپل ځان د مالِک خُدائ کار ته وقف کړے وو او علاقائى عبادتخانې او د اشيرې بُت نښې يې په يهوداه کښې تباه کړې.
دا هغه کس دے چا چې د مالِک خُدائ علاقائى عبادتخانې او قربانګاه تباه کړى دى او بيا يې د يهوداه او يروشلم خلقو ته ووئيل چې صِرف په يوه قربانګاه باندې عبادت وکړئ او خوشبويۍ سوزوئ.
د يوسياه د بادشاهۍ په اتم کال، چې په کوم وخت کښې هغه لا وړوکے وو، نو هغۀ د خپل پلار نيکۀ داؤد خُدائ پاک عبادت شروع کړو. څلور کاله وروستو هغۀ علاقائى عبادتخانې، د اشيرې بُت نښې او د نورو ټولو بُتانو تباه کول شروع کړل.