Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم بادشاهان 15:23 - Pakistani Yousafzai Pashto

23 د يهوداه بادشاه عُزياه د بادشاهۍ په پنځوسم کال د مناحم زوئ فقحياه د اِسرائيل بادشاه جوړ شو او هغۀ په سامريه کښې دوه کاله حکومت وکړو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم بادشاهان 15:23
10 Iomraidhean Croise  

د يهوداه بادشاه آسا د بادشاهۍ په دوېم کال کښې، د يربعام بادشاه زوئ ندب د اِسرائيل بادشاه شو او دوه کاله يې بادشاهى وکړه.


د يهوداه بادشاه آسا د بادشاهۍ په شپږويشتم کال، د بعشا زوئ ايله د اِسرائيل بادشاه شو او دوه کاله يې په تِرضاه باندې بادشاهى وکړه.


د يهوداه بادشاه يهوسفط د بادشاهۍ په اوولسم کال، د اخى‌اب زوئ اخزياه د اِسرائيل بادشاه جوړ شو او هغۀ په سامريه باندې دوه کاله بادشاهى وکړه.


د اِسرائيل بادشاه يربعام دوېم د بادشاهۍ په اوويشتم کال، د امصياه زوئ عُزياه د يهوداه بادشاه شو


هغه مړ شو او ښخ کړے شو او د هغۀ زوئ فقحياه د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.


هغۀ د مالِک خُدائ په نظر کښې بدى وکړه او د نباط زوئ يربعام په بدو مِثالونو باندې يې عمل وکړو، چا چې په اِسرائيل ګناه کړې وه.


د يهوداه بادشاه عُزياه د بادشاهۍ په دوه پنځوسم کال د رملياه زوئ فقح د اِسرائيل بادشاه شو او شل کاله يې په سامريه کښې حکومت وکړو.


د يهوداه بادشاه عُزياه د بادشاهۍ په اتۀ دېرشم کال د يربعام دوېم زوئ زکرياه د اِسرائيل بادشاه شو او هغۀ په سامريه کښې شپږ مياشتې حکومت وکړو.


امون د دوويشتو کالو وو چې هغه د يهوداه بادشاه جوړ شو او دوه کاله يې په يروشلم بادشاهى وکړه. د هغۀ مور مسلمت وه چې د يُطبه د ښار د حروص لور وه.


د بدعمله کس کاميابى لنډه وى، او د خُدائ پاک نه منکرو خلقو خوشحالى د لږ وخت دپاره وى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan