18 هغۀ د مالِک خُدائ خِلاف ګناه وکړه او د خپلې بادشاهۍ په دوران کښې د هغې ګناه نه منع نۀ شو په کومې چې د نباط زوئ يربعام بادشاه اِسرائيل آخته کړى وُو.
مالِک خُدائ به اِسرائيل ځکه پرېږدى چې يربعام ګناه کړې ده او اِسرائيل يې د ګناه طرف ته بوتلى دى.“
خو هغۀ د يربعام بادشاه ګناه بنده نۀ کړه، چا چې اِسرائيليان د ګناه طرف ته بوتلى وُو چې هغوئ د سرو زرو د هغه سخى عبادت وکړو چې هغۀ په بيتايل او دان کښې لګولے وو.
د يهوداه بادشاه عُزياه د بادشاهۍ په يو کم څلوېښتم کال، د جادى زوئ مناحم د اِسرائيل بادشاه شو او هغۀ په سامريه کښې لس کاله حکومت وکړو.
د اسور بادشاه تغلت فلاسر په اِسرائيل حمله وکړه او مناحم هغۀ له څلور دېرش زره کلو سپين زر د دې دپاره ورکړل چې د مناحم په هغه مُلک کښې د حکومت په مضبوطولو کښې يې ملګرتيا وکړى.
هغۀ د مالِک خُدائ په نظر کښې بدى وکړه او د نباط زوئ يربعام په بدو مِثالونو باندې يې عمل وکړو، چا چې په اِسرائيل ګناه کړې وه.
هغۀ د مالِک خُدائ په نظر کښې بدى وکړه او د نباط زوئ يربعام په بدو مِثالونو يې عمل وکړو، چا چې په اِسرائيل کښې ګناه کړې وه.
هغۀ د خپل پلار نيکۀ په شان د مالِک خُدائ په نظر کښې بدى وکړه. هغۀ د نباط زوئ يربعام په بدو مِثالونو باندې عمل وکړو، چا چې اِسرائيل د ګناه طرف ته بوتلى وُو.
هغۀ د مالِک خُدائ خِلاف ګناه وکړه، خو دا د هغه بادشاهانو هومره نۀ وه چا چې د هغۀ نه مخکښې په اِسرائيل حکومت کړے وو.
مالِک خُدائ ټول اِسرائيل رد کړو، هغوئ له يې سزا ورکړه او ظالمانو دشمنانو ته يې حواله کړل او په آخر کښې يې د خپل حضور نه وشړل.
خو يورام د نباط زوئ يربعام په شان ګناه کوله. يورام اِسرائيليان د ګناه طرف ته بوتلل او دا ګناه يې نۀ پرېښودله.
په اِنصاف کولو سره يو بادشاه خپل مُلک قائموى، خو هغه څوک چې رشوت اخلى نو هغه مُلک تباه کوى.