Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم بادشاهان 15:16 - Pakistani Yousafzai Pashto

16 کله چې مناحم د تِرضاه نه راروان وو، نو هغۀ د تِفسَح ښار ټول تباه کړو، د دې اوسېدونکى او ګېرچاپېره علاقه يې هم تباه کړه، ځکه چې دا ښار هغۀ ته نۀ حواله کېدو. هغۀ د اُميدوارو ښځو خېټې هم وشلولې.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم بادشاهان 15:16
6 Iomraidhean Croise  

سليمان د فرات سيند نمرپرېواتۀ طرف ته د تِفسَح نه واخله د غزه ښار پورې په ټول مُلک بادشاهى کوله. او هغه د خپلو ټولو ګاونډى مُلکونو سره په امن کښې وو.


نور هر څۀ چې سلوم کړى وُو، سره د هغۀ د منصوبې د حِساب کِتاب، هغه د اِسرائيل د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى.


حِزائيل ترې نه تپوس وکړو، ”زما صاحِبه ولې ژاړې؟“ اليشع ورته وفرمائيل، ”ما ته د هغه بدو پته ده چې تۀ به يې د اِسرائيليانو سره کوې، تۀ به د هغوئ قلعې وسوزوې، د هغوئ زلمى به په تُوره ووژنې، د هغوئ بچى به ټوټې ټوټې کړې او د هغوئ د اُميدوارو ښځو خېټې به وشلوې.“


سامريه به د خپل قصور سزا برداشت کوى، ځکه چې هغې زما خِلاف سرکشۍ کړې ده. د سامريه خلق به په جنګ کښې مړۀ شى، د هغوئ ماشومان به په زمکه راوغورزولے شى او د هغوئ د اُميدوارو ښځو خېټې به وڅيرلے شى.


مالِک خُدائ داسې فرمائى، ”د عمون خلقو بار بار ګناه کړې ده، نو زۀ به هغوئ د سزا نه بغېر پرې نۀ ږدم. ځکه چې هغوئ د جِلعاد د اُميدوارو ښځو خيټې وڅيرلې د دې دپاره چې خپل سرحدونه لوئ کړى.


کله چې ابى‌مَلِک په برج باندې حمله کولو له راغلو، نو هغه دروازې ته ورَغلو چې په برج باندې اور بَل کړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan