Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم بادشاهان 15:12 - Pakistani Yousafzai Pashto

12 نو هغه لوظ پوره شو چې کوم مالِک خُدائ د ياهُو سره کړے وو چې، ”ستا زامن به تر څلورم نسل پورې د اِسرائيل په تخت کښېنى.“ نو هم داسې وشول.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم بادشاهان 15:12
17 Iomraidhean Croise  

تاسو يقين وکړئ چې د مالِک خُدائ کوم پېغام د اخى‌اب د خاندان په حقله بيان شوے وو هغه به نۀ ناکام کيږى. مالِک خُدائ د خپل خِدمت کوونکى الياس په ذريعه دا اِعلان کړے وو چې داسې به کيږى.“


مالِک خُدائ ياهُو ته وفرمائيل، ”تا د اخى‌اب په اولاد باندې هم هغه څۀ وکړل چې ما درته فرمائيلى وُو. نو زۀ تا سره لوظ کوم چې ستا اولاد به تر څلورم نسل پورې د اِسرائيل بادشاهان وى.“


د يهوداه بادشاه اخزياه زوئ يوآس د بادشاهۍ په درويشتم کال، د ياهُو زوئ يهوآخز د اِسرائيل بادشاه شو او هغۀ په سامريه کښې اوولس کاله بادشاهى وکړه.


د يهوداه بادشاه يوآس د بادشاهۍ په اووۀ دېرشم کال، د يهوآخز زوئ يهوآس د اِسرائيل بادشاه شو او هغۀ په سامريه کښې شپاړس کاله حکومت وکړو.


يهوآس مړ شو او د سامريه په شاهى اديره کښې ښخ شو او د هغۀ زوئ بادشاه شو چې د هغۀ نوم هم يربعام وو.


يربعام مړ شو او په شاهى اديره کښې ښخ شو او د هغۀ زوئ زکرياه د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.


نور هر څۀ چې زکرياه کړى وُو هغه د اِسرائيل د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى.


خو هر څۀ چې ما د خپلو خِدمتګارانو پېغمبرانو په وسيله ستاسو پلار نيکۀ ته وفرمائيل، هم هغه شان وشُو لکه څنګه چې ما حکم ورکړے وو. نو بيا هغوئ توبه وويسته او وې وئيل، مالِک خُدائ ربُ الافواج مونږ سره هغه څۀ وکړل د کوم چې زمونږ طريقې او عملونه حقدار وُو، هغۀ مونږ سره هغه څۀ وکړل د څۀ کولو چې هغۀ اراده کړې وه.“


خُدائ پاک د بنى آدم په شان نۀ دے، چې دروغ ووائى، هغه بنى آدم نۀ دے چې خپله فېصله بدله کړى. هغه چې کومه وعده وکړى، نو هغه پوره کوى، هغه چې څۀ وائى، نو هغه کوى.


زمکه او آسمان به فنا شى خو زما کلام به هيچرې فنا نۀ شى.


هغه خلق خُدايان بللے کېدل چا ته چې د خُدائ پاک کلام راغلے وو، خو مونږ په دې پوهيږو چې صحيفې بدلېدے نۀ شى.


نو هغوئ يو بل ته ووئيل، ”مونږ ته دا څيرى کول نۀ دى په کار، راځئ چې پرې پچه واچوو، وبه ګورو چې د چا رسيږى.“ دغه شان د صحيفې ليک پوره شو چې، ”هغوئ زما جامې په خپلو کښې تقسيم کړې او زما په چُوغه يې پچه واچوله.“ هم دغه شان سپاهيانو وکړل.


او وې وئيل، ”دوستانو، هغه پېشګويانې چې په صحيفو کښې ليکلى دى ضرور به پوره شى کومې چې د داؤد په خولۀ روحُ القُدس د يهوداه په حقله کړې وې چې هغه به د عيسىٰ د ګرفتارونکو دپاره مُخبر شى.


چې سموئيل غټېدو، مالِک خُدائ د هغۀ مل وو او د مالِک خُدائ هغه ټولې پېشګويانې پوره کېدې کومې چې سموئيل کړې وې.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan